سونو سود د روژې په مياشت کې ٢٥ زره کډوالو ته ډوډۍ برابروي

د هندي فلمونو نامتو هنرمند سونو سود اعلان کړى دى، چې د روژې په مياشت کې به ٢٥ زره کډوالو ته د ورځې خواړه رسوي.

د روژې مبارکه مياشت نن پيل شوې ده، چې د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون په ډېرى اسلامي هېوادونو کې نن لومړۍ روژه وه، خو په هند کې به سبا لومړۍ روژه وي.

سونو سود چې له د کورونا ويروس له امله يې له مخکې څخه خپلې مرستې له غريبو او بې وزله خلکو سره پيل کړي دي، اوس د روژې په مياشت کې له کډوالو سره هم خپلې مرستې کوي.

هغه له دې مخکې د هند په ممبۍ ښار کې هره ورځ ٤٥ زره کسانو ته درې وخته ډوډۍ بندوبست کړى دى او ويل کېږي چې دا به د کورونا ويروس تر ختمېدو پورې خلکو ته رسوي، همدا راز نوموړي خپل هوټل هم ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو ته سپارلى دى.

تازه سونو سود اعلان کړى دى، چې د روژې په مياشت کې به نورو ٢٥ زره کسانو ته هم د ورځې ډوډۍ برابروي، چې دا به د روژې تر پاى پورې وي.

دغه کډوال چې د بنګال، کرناټکه، اتر پردېش او بهار ايالتونو نه ممبۍ ته راغلي دي، د سونو سود له لوري به ورته هره ورځ ډوډۍ رسول کېږي.