د پښتو ژبې مشهور هنرمند کرن خان هم په پښتو ادبیاتو کې دوکتورا وکړه او په دې سره د پښتو ژبې ډاکټر شو.
د کرن خان د دوکتورا مقالې دفاع نن په پېښور پوهنتون پښتو اکاډمۍ کې ترسره شوه، چې په بریالۍ توګه يې له خپلې مقالې څخه دفاع وکړه.
کرن خان خپله د دوکتورا مقاله د پښتو ژبې په نویو منظومو ژانرونو لیکلې ده.