مور ته دې وايه چې ماته دعا کوي، هر څه به ښه شي

د هندي فلمونو هنرمند سونو سود په هند کې د ګرځبندېز پر مهال له اړمنو کسانو سره شپه و ورځ مرستې کوي، چې له هغه څخه يې اتل جوړ کړى دى.

د هندي فلمونو دغه بدمعاش د رښتيني ژوند اتل هغه مهال وګرځېده، چې د ګرځبندېز څخه وروسته يې شپه و ورځ د اړمنو خلکو سره په هره برخه کې مرستو ته راودانګل.

نوموړي د خوراکي توکو او نورو مرستو وروسته د هغه خلکو لپاره په پراخه کچه کار وکړ، چې د ګرځبندېز پر مهال په بېلا بېلو ښارونو کې له خپلو کورونو ليرې بند پاتې شوې و.

سونو سود هغه خلکو ته چې له کورونو څخه ليرې بند پاتې شوي و، د بسونو او اورګاډو بندوبست وکړ او دا خلک يې خپلو کورونو ته ورسول، بلکې ځينې خلکو ته يې د الوتکې بندوبست هم کړى و او هغوى يې له خپلو کورنيو سره يو ځاى کړي دي.

د نوموړي له دې مرستو، هلو ځلو او د خلکو له لاسنيوي وروسته په ټولنيزو رسنيو هغه د خلکو لپاره يو اتل وګرځېده او ډېرى خلکو د هند له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې سونو سود ته دې بهارت رتنا جايزه ورکړي، بهارت رتنا د هند حکومت تر ټولو لويه ملکي جايزه ده.

خو اوس تازه يو کس سونو سود ته د بهګوان درجه ورکړې ده. په ټويټر کې په خپره شوې ويډيو کې ښکاري، چې د سونو سود عکس له نورو بهګوانانو سره يو ځاى ايښودل شوى دى او يو ځوان د هغه عبادت کوي.

 

دغه کس په ټويټر کې له دې ويډيو سره ليکلي دي: ((چې له مور سره دې يو ځاى کړي هغه بهګوان و، د سونو سود په څېر هر انسان بهګوان نه وي، سونو سود زه خو تا بهګوان ګڼم، تا زما ارمانونه وساتل او زه دې له خپلې مور سره يو ځاى کړم.))

خو سونو سود دغه ويډيو ته بېرته په تبصره کې ليکلي دي: ((وه وروره داسې مه کوه، بس مور ته دې ووايه چې هره ورځ راته دعاوې کوي، هر څه به ښه شي.))

د يادولو وړ ده چې سونو سود د زرګونو کسانو سره د خوراکي او غېر خوراکي مرستو پرته په زرګونو کسان د بسونو، اورګاډو او الوتکې له لارې خپلو کورونو ته رسولي دي او لا هم په دې برخه کې کار کوي.

نوموړى چې د هندي سينما يو نوموتى ستورى دى، تر ډېره پورې هغه په فلمونو کې د بدمعاش رولونه لوبولي دي، خو اوس د خلکو لپاره د رښتيني ژوند اتل ګرځېدلى دى.

کاپي…