میلپ پرادیپ کمار میوادا د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه وګمارل شو

‏د افغانستان کرکټ بورډ له لوري میلپ پرادیپ کمار میوادا د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه وګمارل شو. هندوستانی میوادا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوپر کولا دریو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په موخه په سریلانکا کې د افغان اتلانو له تمریناتي کمپ سره یوځای شوی دی.