‏ننګرهار کې د شکر ناروغۍ د کنترول مرکز فعال شو

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، د ولايتي چارواکو د عامې روغتيا وزارت معين ډاکتر محمد حسن غياث او د ايران سفير حسن کاظمي قمي له لوري جلال اباد ښار کې د خاتم الانبياء په نوم د شکر ناروغۍ د کنترول يو مرکز فعال شو.
‏د شکر ناروغۍ کنترول مرکز پښتورګو روغتون کې له مخکې شته يوې اساسي ودانۍ کې د ایران هېواد په مالي همکارۍ فعال شو، چې روغتيا پال يې په ايران کې لنډ مهال لپاره روزل شوي دي او تمه ده چې ډېر ژر به ياد هېواد له لوري تجهيزات او شپږ مياشتو لپاره درمل ورکړل شي.