ورځ کې صرف دوه کيوي خوړل د انسان بدن ته دوه حياتي او مهمې ګټې لري

د ژمي په موسم کې د ورځې دوه دانې کيوي خوړل له هغه زياتې ګټې لري چې موږ يې سوچ کوو، نه يوازې چې صرف په دوه دانې کيوي باندې موږ کولی شو چې په ژمي کې خپل دفاعي سيستم قوي کړو او د ژمي د موسمی ناروغيو څخه ځان بچ کړو بلکې ورسره نورې هم ډېرې مهمی ګټې ترلاسه کولای شو.

‎په کيوي کې موجود مواد په وینه کې د غوړو اندازه راټيټوي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د وینې کولېسټرول یې لوړ وي د کيوي څخه ښه ګټه اخيستلای شي، څېړنې ښيي چې په ورځ کې دوه دری دانې کيوي خوړل ټينګه وينه نرۍ کوي، ان پوهان سپارښتنه کوي چې د اسپرين په ځای دې د ورځې دوه دری دانې کيوي وخوړل شي.