د غور ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي دي، چې د دې ولایت په پسابند ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو نن (دوشنبه ۱ میزان) درې ورونه له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.
نوموړی زیاتوي، چې دغه درې ورونه د وسله والو طالبانو له خوا د یاد ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د یو کمین په ترڅ کې وژلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.