پر لټۍ د بریالي کیدو لپاره د پنځو پړاونو تګلاره!

د هر څه دمخه په دې باندې باید وپوهېږو چې لټي څه ده د لټي نښې او همدا ډول په دې هم پوهېدل اړین دي چې د لټۍ عوامل له کوم ځایه پیلیږي او د هغه د لمنځه وړلو لپاره اغیزناک ګامونه څه دی.

نو رازئ چې پیل یې کړو!

لټي:

تنبل یا لټ په لغت کې د راحت غوښتونکي په مانا دی. څوک چې کار نه کوي, له کار سره مینه نه لري او له کاره د تیښتي په حال کې وي, لټ بلل کېږي.

په عربي ژبه کې لټ له ( کسل)  سره مترادف راځي. په اصطلاح کې لټ هغه چاته ویل کېږي چې له کومې کوچنۍ جسمي کمزورۍ پرته خپل مهم او اړین کارونه ځنډوي او یا هغه کارونه په ناخوښي او جبر کوي.

څومره لوستي خلک پر لټۍ روږدې دي او د نن کارونه سبا ته پرېږدي?

دا یوه جدي پوښتنه ده, څوک ورته ځواب ورکولای شي?

اټکل کېږي چې د افغانستان زیاتره وګړي په دې ناروغۍ اخته دي.

که د پښتو او دري ژبې لاندې جملو ته پام وکړو له جالبو ټکو سره مخ کېږو;

هر چه پیش آید خوش آید!

تر سبا څوک مړه, څوک ژوندي!

یا مړ یا موړ!

له دغو جملو څخه د افغاني فرهنګ او دود ځانګړنې ښې څرګندېږي, چې له لټۍ او ناغیړۍ څخه پرته بل څه نه دي.

د لټۍ نښې:

لټ کسان څو ډېري ښکاره نښې لري:

الف; د وخت له ضایع کیدو سره لیوالتیا لري.

ب; په مسولیتونو کې د ډوبېدو احساس کوي.

ج; د ژوند اړینو موخو ته د رسیدو لپاره بې وسي څرګندوي.

ز; لټ شخص ځینې داسې شعارونه ورکوي چې هېڅ وخت نه عملي کېږي.

 

د لټۍ عوامل:

هر لټ یو څو دلیلونه لري چې کولای شي هغه وپیژني او د لمنځه وړلو لپاره یې اغیزناک او اړین ګامونه پورته کړي.

د لټۍ عوامل په لاندې څلورو برخو وېشل کېږي:

1_ خوځښتي عوامل: د زحمت نه خوښول, له ماتې ډار او پر نفس باندې نه باور.

2_ پیژندل شوي خنډونه: د پوره معلوماتو نشتوالی, د لومړیتوبونو نه مشخص کول او شک.

3_ چاپیریالي شرایط یا بهرني عوامل: مثلاً د پوره او لازمو امکاناتو نه موجودیت, شورماشور, د ملګرو نه لرل چې په ورځنیو چارو کې ورسره مرسته وکړي.

4_ جسمي خنډونه: لکه ستړیا, فشار, ناروغي او…

 

پر لټي د بریالي کیدو لپاره د پنځو پړاونو تګلاره!

 

لومړی پړاو: د کړیو کارونو د ګټو او زیانونو ارزونه;

د دې لپاره یو جدول کړئ, د دغه جدول یو اړخ ته نمرې ولیکئ او بیا ترلاسه شوې نمرې سره پرتله کړئ.

دویم پړاو: د تګلارې یا پلان جوړول:

که د یوه کار په کولو کې ګټه ډېره وي, د هغه کار لپاره دقیق وخت مشخص کړئ, هماغه وخت یې ځان کولو ته اړ وبولئ, کومې ستونزې مو چې چارې ټکنۍ کوي; ویې پیژنئ او د حل لپاره یې هڅه وکړئ.

درېیم پړاو: کار ساده او اسان کړئ:

په دې پړاو کې لوی کارونه او چارې پر وړو برخو ووېشئ او د یوه منظمې مهال وېش په واسطه تر نظر لاندې کارونه ته مناسب او محدود وخت وټاکئ.

څلورم پړاو: مثبت فکر وکړئ:

کله کله د ګناه او شرم احساس د دندې ځنډولو او لټۍ لامل کېږي, آن کله د دندې د پرېښودو سبب هم کېږي, خپل کار مثبت وانګېرئ.

پنځم پړاو: ځان ته امتیاز ورکړئ:

د ترسره شوو کارونو د بې ارزښته ګڼلو پرځای د ځان هڅونې په لټه کې اوسئ, دا چې د لټۍ په لومه کې پرېوتلي نه یاست پر خپل ځان وویاړئ. که خپلې غوښتنې ته رسیدلي نه یاست له خپلې تجربې ګټه واخلئ.

د دې پرځای چې خپل ځان ماتېدونکی او ناکام وګڼئ, د وروسته بریاوو لپاره زمینه برابره کړئ.