پنځه داسې خواړه چې له تاسو د ژمي ناروغۍ هیروي

د ژمي په رارسېدو سره د سړې هوا اړوند ناروغۍ هم زیاتیږي، په دې کې انفلونزا، ټوخی، د ستوني درد او ټنسیل (د ستوني غوټۍ) شامل دي، ډيری وختونه دغه ناروغۍ د باکتریاو له کبله رامنځته کیږي.

موږ کولی شو ځینو خواړو ته مخه کړو چې د یادو ناروغیو پر وړاندې مبارزه کوي او د بدن معافي سیستم پیاوړی کوي، په دې اړه د ډاکټرانو لارښوونې هم تعقیبول پکار دي.

د «سکای نیوز» خبري اژانس د راپور له مخې، د خوړو او روغتیا متخصصینو ځینې داسې خواړه په نښه کړي چې کولی شي د ستوني دردونه کم کړي او ګړندۍ درملنې کولو کې مرسته وکړي، دا خواړه په لاندې ډول دي:

کورکمن: کورکمن د ستوني سوزش او دردونو ضد دي، دا د اکسایډ ضد ځانګړتیاوې لري، کولی شي په شوروا او چایو کې استعمال کړل شي.

جوشېدلې هګۍ: دا ډول خواړه ګټور بلل کیږي، او تر ټولو خورا مهم یې دادی چې په اسانه تیریږي، جوشېدلی خوراک په ځانګړي ډول هګۍ د سوځېدنې ضد توکي لري لکه اومیګا ۶ او یو شمېر پروټینونه.

پخه شوې سبزي: کله چې تاسې د ستوني دردونو څخه کړیږئ، داسې خوړو ته اړتیا لرئ چې په اسانه په ستوني تیریږي. په دې هکله سبزي ستاسو مرسته کولی شي، په اسانه تیریږي او په معدنیاتو او پروټینو کې بډایه خواړه دي، دغه راز د معافیت سیستم ته وده ورکوي.

د چرګ ښوروا: دا ډول ښوروا، د ستوني دردونو سره چې انسان کوم مایعات له لاسه ورکوي، ځای پر ځای کولو کې یې مرسته کوي، د مایعاتو وړتیا ډیروي تر څو یې ډیره اندازه جذب کړي.

مستې: د ستوني دردونو پرمهال مستې تر ټولو غوره خواړه ګڼل کیږي، ځکه چې یو شمېر لاملونه لري: مستې یخې دي، په تیرولو کې اسانه دي، ګټورې باکتریاوې لري او د بدن معافیت سیستم په پیاوړي کولو کې مرسته کوي