لکه څنګه چې وینو هوا سړه شوې او د ژمي ساړه بادونه په هرلوري را الوزي، چې د دې سړو بادونو سره د مخ پوستکی وچیږي
د انسان په بدن کې لومړی د انسان مخ د روغتیا او ناروغۍ د معلومولو لپاره ښه ثبوت ورکوي. ترهرڅه لومړی د یوه انسان ښه والی او بدوالی په مخ اثرکوي. د روغتیا پوهانوپه اند د ناروغ انسان مخ دهر راز ناروغیو راز ښکاره کولای شي.
د ژمي په موسم کې که ورښتونه وشي، یواځې د انسان د بدن د روغوالي لپاره نه، بلکې د ټولو کایناتو او نباتاتو لپاره باران ګټه رسوي او هرڅه په سالمه توګه وده کوي.
هرڅه د باران په ورښت وده کولای شي؛ خو که باران نه و بیا د انسان د مخ پوستکې هم د سړې او ګردجنې هوا له امله وچوالی پیداکوي او دا وچوالی د ماشومان په مخونو کی زیات لیدل کیږی چې ماشومان په سړه هواکې د خپل مخ ساتنه نه شي کولای.
د انسان په بدن کې د مرض معلومات د مخ څخه په اسانۍ سره کیږي. که د یوانسان مخ وپړسیږي نو د نوربدن پړسوب هم معلوموي چې دې پړسوب ته اګزیما یا د راما ټایټ اصطلاح هم کارول کیږي.
د مخ د پړسوب له امله روغتیاپوهان لومړی د بختورګو معاینه کوي او چې په بدن کې وینه کمه شي د نورو ناروغیو ترڅنګ د مخ پوستکې هم وچیږي .
دهغه انسان بدن چې په کافي اندازه وینه جوړوي، د هغه د مخ پوستکی تازه وي. د مخ د پوستکي لپاره بیلابیلې درملې شته چې د ژمي په موسم کې له ښځو علاوه نارینه هم باید د پوستکي د وچوالي مخه ونیسي ځکه داوخت په هېوادکې نږدی شل سلنه وګړي د مخ دپوستکي په وچوالي اخته دي.
په یوناني طب کې د وریجو شیره، د ګلاب اوبه، د لیمو ستعمال، د اناراستعمال، د مڼې استعمال او …. ډیر ګټور یادیږي؛ خو اوس د خوارکي ګټورو توکو علا وه ډول ډول کریمونه شته چې د مخ د پوستکي د وچوالي مخه نیسي .
د مخ دپوستکي د وچوالي د مخنیوي لپاره چې له بازاره کریم رانیول کیږي لومړی باید ډاکټرته وښوول شي او بیاېې ورسته استعمال کړي