پکتیا کې د کاغذي پېژند پاڼو د وېش له درکه ۱۸ میلیونه او ۶۳۴ زره افغانۍ عواید راټول شوي دي

‏د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې تېر کال پکتیا کې د ۴۲ زره او ۳۷۴ برېښنايي او ۴۶ زره او ۳۲۱ کاغذي پېژند پاڼو د وېش له درکه ۱۸ میلیونه او ۶۳۴ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.