څه ته په تمه یې!؟ همدا اوس دې ژوند بدل کړه

څه ته په تمه یې؟ ایا ټول وخت له ځان سره وایې، چې که حالات داسې نه وای، کولای مې شول د خپلې خوښې کارونه مې ښه تر سره کړي وای؟ ایا له یوه اړخیز ژونده ستړی شوی یې او فکر کوې چې څنګه کولای شم په خپل ژوند کې مثبت بدلون راولم؟ په هر صورت، ستا ژوند د یوې دایرې په څېر دی، هره ورځ څرخي او د ژوند ورځې دې یو پر بل پسې تېریږي، کله دې چې احساس کړه، چې ژوند درته یو اړخیز شوی او غواړې بدلون پکې راولې نو پرېکړه وکړه. که پرېکړه نه شې کولای، یوازې خبرې او شکایتونه کوې داسې ده، لکه فلم، چې دوه ځلي یا څو ځلي ګورې. زړه دې غواړې، چې بې له ځنډه خپل ژوند بدل کړې، خو نه پوهېږې، چې څه وکړې، همدې (څه وکړم؟) درته ژوند سخت کړی. تاته هم د نورو کسانو په څېر د لویو کارونو فکر په سر کې در ګرځي، خو نه پوهېږې، چې څنګه دې خپلو لوړو موخو ته ورسیږې او کومه لاره تعقیب کړې. کېدای شي د یو اړخیز او یو ډول ژوند تېرولو یو لامل دې هم دا وي وېرېږې، چې که د ښه ژوند کولو هڅه وکړې، هسې نه له بده بدتره شي، او دا کار دې د دې لامل کیږي، چې پر خپل ځای پاتې شې.

په دې باید پوه شې، چې هیڅ شی هم بدلون نه کوي تر څو، چې خپله ونه غواړې. حالات، د ځان او نور ملامتول نه شي کولای ستا په ژوند کې بدلون راولي. که په زړه کې د ډیرو شیانو د درلودلو غوښتونکی وې او د زړه له تله ونه غواړې او خپل بخت بهانه کړې ، چې دا هر څه ممکن نه دي، هېڅ کله هم خپلو ټاکلو موخو ته نه شې رسېدلای. ته باید خپلو هیلو ته وزرونه ورکړې او تل داسې فکر وکړې، چې هر څه ممکن او کېدونکي دي. کله دې چې پر خپل ځان باور پیدا کړ او دا دې احساس کړه، چې هر څه ممکن دي خپله به د یوه نوي کار او کړنې په لټه کې شې. که ته فکر کوې، چې که زه په یوه مالداره کورنۍ او یا یوه بډای هېواد کې دنیا ته راغلی وای نو اوس به د ښه ژوند خاوند وای نو اشتباه کوې، راځه دا هر څه دې له ذهنه وباسه.

که غواړې خپل پاتې ژوند جوړ کړې او ښه یې تېر کړې له همدې اوسه پرېکړه وکړ. نن او سبا مه کوه ( د نن کار سبا ته مه پرېږده) او نه هم د کومې معجزې تمه کوه! په ژوند کې مثبت بدلون دومره هم سخت نه دی لکه ته، چې فکرکوې. کولای شې د ښه ژوند جوړولو لپاره واړه ګامونه پورته کړې، ځکه ډیره واړه ګامونه هم کولای شي، تا خپلو سترو موخو ته ورسوي. واړه بدلونونه کولای شي، ستا په ژوند، احساساتو، او رفتار کې مثبت بدلون راولي. هره کوچنۍ پرېکړه کولای شي، چې ته پر خپل ځان باور پیدا کړې او د ښه ژوند کولو انګېزه درکړي.

د لوی بدلون پر لور واړه ګامونه!

د لوی بدلون پر لور د وړو ګامونو د اخیستو لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ.

۱- هره ورځ سهار وختي نیم ساعت مخکې له خوبه پاڅه او یا د شپې نیم ساعت مخکې ویده شه، په دې نیم ساعت کې کولای شې ډیر کارونه تر سره کړې، سهارنۍ وخورې، فکر وکړې، مطالعه وکړې او …

که هره ورځ نیم ساعت وروسته د کار ځای ته رسېږي او تر عصبي فشار لاندې راځې، همدا نیم ساعت کولای شي له دې ستونزې د خلاص کړي.

۲- هره ورځ درته خوندوره سهارنۍ برابره کړه او دا کار دې خپل عادت وګرځوه.

۳- کارته تر تلو مخکې له پنځو تر لسو دقیقو پورې له ځان سره فکر وکړه او دا فکر د هغه کارونو لپاره و کاروه، چې غواړې د ورځې په اوږدو کې یې تر سره کړې، کولاشي قلم او کاغز له ځان سره ولرې او خپل ذهني تصورات دې پرې ولیکې.

۴- کوښښ وکړه په یوه ټاکلي وخت دې خپله غذا وخورې، د کار ډېروالی دې باید د دې سبب نه شي چې د ډوډۍ خوړلو وخت دې بدلون وکړي.

۵- د تلوزیون زیات کتل او بې ضرورته په کمپیوټر باندې وخت تېرول کم کړه، که کله هم تلوزیون ګوري کوښښ وکړه د خبرونو لور ته مه ځه، ځکه د نړۍ (۹۹) سلنه خبرونه منفي دي او منفي خبرونه ستا پر روحیاتو منفي اغېز کوي او دا کار د دې لامل کیږي، چې ته خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راشې.

۶- ورځني کارونه دې په بله بڼه وکړه، د مثال په ډول، سهارنۍ ته دې بدلون ورکړه کوم څه دې، دې چې پرون خوړلي نن یې مخوره، په کومه لاره ، چې پرون پلی تللی یې نن مه ځه او کوښښ وکړه، چې په تلوزیون کې داسې خپرونې وګورې، چې تر اوسه دې نه دي کتلې.

۷- د یوې اونۍ لپاره نیم ساعت پلی وګرځه، دا مه بهانه کوه، چې وخت نه لرې، که یوه اونۍ کوښښ وکړې او له ځان سره هوډ وکړې، چې دا کار کوم وروسته له یوې اونۍ به دې عادت وګرځي. دغه کار کولای شي، چې د لویو ګامونو لپاره مقدمه شي.

۸- که دې زړه غواړي، چې وزن دې کم شي، د ورځې دوه ګولې ډوډۍ کمه وخوره، یوازې همدومره.

۹- که دې د خونې وسایل ډیر ګډ وډ وي او نه شې کولای، منظم یې کړې کوښښ وکړه په ورځ کې یو شی منظم کړې.

۱۰- کیدای شي په کمپیوټر کې دې ډیر داسې پروګرامونه او فایلونه وي، چې ګټه ترې نه اخلې غواړې پاک یې کړې، خو له ځانه سره وایې چې نن یې نه شم کولای، کوښښ وکړه همدې وخت کې دا کار تر سره کړې.

۱۱- یو ښکلی شی وپېره او خپل ځان ته یې ډالۍ کړه.

۱۲- کېداشي وغواړې، چې کومه نوې ژبه زده کړې، خو د وخت د کمښت له کبله دا کار نه شې کولای، کوښښ وکړه، د ورځې په اوږدو کې، دخپلې خوښې د وړ ژبې یوازې څو محدود لغتونه زده کړې.

۱۳- که غواړې، چېرته سفر وکړې مخکې له مخکې باید ورته تیاری ولرې.

۱۴- د تفریح لپاره د خپلې خوښې وړ ځای یا پارک ته ولاړ شه.

۱۵- بې له دې چې د ځان لپاره، کومه بهانه جوړه کړې ورزش وکړه او خپل ورځنی عادت یې ورګرځوه.

په دې وړو کارونو سره کولای شې، په خپل ژوند کې لوی بدلونونه راولې، هغه وخت بیا پوهېږي، چې څمره دغه واړه کارونه کولای شي ستا ژوند ته رنګ او خوند در وبښي، وروسته بیا په دې فکر کې کېږې، چې څنګه کولای شم له دې لوی لوی کارونه تر سره کړم. له دې وړو کارونو څخه په ګټې اخیستنې کولای شې، چې لوی کارونه په وړو برخو و ویشې او هره ورځ یې تر سره کړې، چې په پایله کې به دې همغه لوی کارونه تر سره کړي وي چې ستا غوښتنه وه.

لوستونکه!

په یاد ولره، چې په ژوند کې د هر تغیر او بدلون لپاره باید قوي ایمان، باور او اراده ولرې، په همدې اساس، ښه عادتونه په خپل ځان کې وروزه او بد عادتونه له ځانه لرې وغورځوه.

ژ: حمیدالله حمیدي