مـــونــږ بې هـــنره پښتنو ســره بلا شهـیدان
په میدان ما جنګوي ماله شــــاباسی راکـوي
خو دمیدان په وېش کې نه منې زمــا شهیدان
زه د خپل یو یو ارمان یو یو څلی ښه پېژنم
په خپلو لاسو مې خښ کړي د وفـــا شهیدان
مونږه د یوه جنګه خبرنشوچې چـــــا وګاټه
مونږه د هـــــره جنګه راغلو د دنیا شهیدان
مونږ د دې دور د فراق په غاړه مړه د تندې
مـــــونږ د دې دور د تاریخ د کربلا شهیدان
خپل پردي کوم یو زورور په کې سر ونه خوړه
دا د کابل شهیدان ښــــکاري په رښتیا شهیدان
چېرته د یوڅلې به پورته شي شغــــله د رڼا
په دې تیارو کې دهیر مه شه د رڼا شهیدان
نن سبا ډیر زورور نه مني رښتیا خـــبره
مونږه په نن سبا کې واخله خامخا شهیدان