ژمي کې د مخ پوستکي وچوالی

د ژمي پۀ یخه او وچه هوا کې د بدن پوستکی وچوالی غوره کوي، چې دا د ورښت نۀ شتون او د ګردجنو بادونو لګېدلو پایله وي. پۀ لومړي سر کې د پوستکي وچوالی یوه عادي خبره ګڼل کېږي، خو که چیرې دوام اختیار کړي نو د ګڼ شمېر ناروغیو خوا ته اشاره کوي.

د پوستکي وچوالی یا په اصطلاح خوشکوالی یوازې د بدن ښکلا له منځه نه وړي، بلکې د روغتیايي ستونزو خوا ته هم ژوره اشاره کوي. د پوستکي وچوالی ممکن جلدي ناروغیو ته اشاره وي، لکه د جلدي عصبي انفیکشن، اګزیما (مخ یا نور بدن پړسېدل) جلد پمنېدل (دانې راختل) او حساسیت.

ځینې مهال د جلد وچوالی د شکر ناروغۍ ابتدایي نښې هم په ډاګه کوي، یا د مرۍ پړسېدل «هایپوتایرایدیزم»، د پښتورګو ضعیف کېدل، د هاضمې سیستم ناروغۍ، د کولون انفیکشن او خوارځواکي ته هم اشاره کیدلای شي.

د جلد وچوالي نور لاملونه د عمر ډيروالی، میراثي یا جنیتکي ناروغۍ شتون، د وینې کمښت، ځینې درمل خوړل، لکه «د امیندوارۍ مخنیوي ګولۍ»، د زړه ناروغۍ درمل، روماتیزم او د میټابولیتک غوړو ګډوډېدل. په هر حالت کې د پوستکي دوامداره وچوالي یا سختې خوشکې پرمهال له ډاکټر سره مشوره وکړئ، همدا راز د سخت خارښت او نورو نښو رابرسیره کېدو پرمهال هم ډاکټر ته رجوع وکړئ، تر څو د دې اصلي لاملونه په ډاګه شي او په مناسب ډول یې درملنه وکړل شي.copy