کابل کې د ۳۰ تنه په زړه سوري ماشومانو درملنه کېږي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۰ تنه نور ماشومان یې په کابل کې د درملنې او عملیاتو لپاره یوه کورني روغتون ته ورپېژندلي دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېر څه کم یوه کال کې یې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳۵۲ ماشومان د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.