کاشکې وطن کې مو جنګونه نه وای
توپک ،راکت، شوبلئ بمونه نه وای
ستونزې یوازې په جــرګو حلیـــدای
هــر خــوا د ویــنو بهیرونــــه نه وای
هرڅوک بسیا وای په خپل کورکلي کې
د پـــردېسی ژونــــد کـــړاونــه نه وای
د سولې لمر وای د وطن په غرونو
د جنګ لوخړې او اورونـــه نه وای
یو د بل مرستې ته میدان ته دانګل
جوړه وروري وای خودامونه نه وای
هر یوچارواکئ خدمتګار وای هلته
رشـــوت فســاد جنایتونــه نه وای
قانون په هر سـړي یو شان چلیدای
د توراو سپین تر منځ واټونه نه وای
په کروندو کی مو ګــلان کــرلای
د نشـــه ای تــوکــو کښتونه نه وای
ټول ځان د یو وطن بچیان بللای
د قوم ملیت په نوم نومونه نه وای
د وطــــن هر بچي تعلیم کړای وای
د زده کړې مخې ته خنډونه نه وای
هرخوا ښادي وې د وطن په کلیو
کونډې یتیم په کورغمونه نه وای
د هر یو خوله واې د خندا نه ډکه
مینه ، دوستي وای خوچمونه نه وای
د خالد ژوند به له خوښیو ډک وای
چې په وطن کی دا جنګونه نه وای
***
حفیظ الله خالد