کندزی: په ننګرهار کې داعش له منځه وړل شوی

د ننګرهار والې سلیم خان کندوزی وايي، په دې ولایت کې داعش له منځه وړل شوي او یوازې د غرونو په څوکو کې خپل فعالیت کوي چې، په خبره يې هلته يې هم په کراره نه پرېږدي.

دی په اقتصادي برخه کې وايي، د دوهم بهسودو پل  به په دریو میاشتو کې ورغول شوي او ترڅنګ  به يې د کابل – جلال آباد او جلال آباد – طورخم دوهم سړکونو رغولو په وړاندې پرتې امنیتې ستونزي  هم هواري کړي .

دی وايي، په وړاندې یو شمیر سیاسي او امنیتي ننګونې شته چې نه يې پرېږدي په خلاص مټ خپلې چارې مخته یوسي.

زمونږ همکار محمدزمان سهیل دې او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه  سلیم خان کندوزي سره ځانګړي مرکه کړي.

دلته یې اوریدلی شئ.