دا انسان له لسو، شلو څخه نه وه
دا انسان د مسیحا له ساه پیدا وو
دا انسان په وچه دښته کې اوبه وه
دا انسان یو غلی، غلی مسافر وو
دلته راغی ملغلرې یې ویشلې
دلته راغی د زخمو پټۍ یې راوړې
نړېدلې وې دا لارې یې رغولې
دلته راغی ژوندی زړه یې سمندر وو
پکې ,وړلې یې د کور کلي خځلې
دلته راغی چا ترې غېږ چاپېره نه کړه
او په خوله کې یې ور وچې کړې خبرې
دلته راغی خو غلبیل ټټر یې یوړ
موږ تر غوښې په غاښونو وشکولې
موږ یې ښې سترګې په تېږو وویشتلې
موږ یې هیلې نېمه خوا ورژولې
ګاونډیه! زړه مې بل رقم ډوب شوی
نوم چې اخلم د انسان ساه مې لړزېږي
ولې هره خوا وحشت راټوکېدلی
د ښو بوټي به نو کله زرغونېږي؟
ولې هسک دی، اسمان ولې نه راولېږي؟
له دې درده غرونه ولې نه نړېږي؟
تکه سپینه پرښته یې ووژله
اخر څومر به انسان نور لا بدېږي؟
ګاونډیه! ګاونډیه ورته وایه
چې نور نه راویني دارې د سرو وینو
نور دې نه راباندې شمېري جسدونه
نه خپړ وي، نه نوکارې د سرو وینو
بد دې راشي زما سترګې دې راسورۍ کړي
نرۍ زړه مې له ډبرو نه کړي لاندې
پوست مې کرښې، کرښې وتراشي په توره
او راځوړندې بڼو کې مې کړي ساندې
د لاس ګوتې مې دې ټولې رانه پرې کړي
تر چړو لاندې مې دا دنګه غړۍ کړي
د تیاره اسمان هر ستوری رانه واخلي
رانه ماته، رانه ماته دا سپوږمۍ کړي
ورشه، ورشه، ورته وایه، ورته وایه
په ټټر پرهر، په لاسو کې بلا وړم
دې وحشي جګړې یم دومره ډاره کړې
له انسانه د لېوه غېږ ته پناه وړم
ګاونډيه! روح مې بل ډول خوږېږي
دا انسان مې مخته وړاندې وروسته کېږي
ولې؟ ولې خلک دومره وحشي کېږي
وینه څښي، هډوکي ژووي نه مړېږي
ته به څرنګ یې په تا به څه تېرېږي؟
خو زما له دغې خاورې کرکه کېږي
ته به څرنګ یې له تا خبره نه یم
خو زما زړه له خپله سیوري هم ډارېږي
ګاونډيه! اسمان ولې نه راولېږي؟
له دې درده غرونه ولې نه نړېږي؟
تکه سپینه پرښته یې ووژله
اخر څومر به انسان نور وحشي کېږي؟
شاعره: شفیقه خپلواک