ولسمشرغني نن د اساسي قانون د پنځلمسې مادې پربنسټ د شنو ساحو د پراختیا ، د ژوند چاپیریال د ښه والي او د هودا ککړتیا په کموالې کې د ځنګلونو او ونو ارزشت ته په کتو د نیالګیو د کرولو په تړاو نهه مادیز حکم صار کړ.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه حکم د لومړۍ مادې له مخې له دې ورسته کب میاشتې ۲۰ مه نېټه د نیالګیو کرلو د ملي ورځې په توګه نمانځل کیږي .
همدار از د دې حکم د دویمې مادې د لومړي بند له مخې ټولو وزارتونو او د ولایتونو دولتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې د چاپيریال ساتنې ادارو او اړوندو ښاروالیو سره په همغږۍ هرکال د کب میاشتې په شلمه نېټه رسماً د نیالګیو کرلو کمپاین پیل کړي .
داپه داسې حال کې چې طالب مشرانو هم خپلو سیمه ایزو وسله والو ته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره امر کړی ترڅو ولسي خلک د نیالګیو کرلو ته وهڅوي