پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې ډېورېنډ فرضي کرښې ته څېرمه باجوړ ایجنسۍ کې په یوه وسله وال برید کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د یاد هېواد طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د پېښې مسوولیت منلی.
خو شېنهوا خبري اژانس بیا د پاکستاني پوځیانو له قوله خبر ورکړی، چې پېښه کې یو پوځي وژل شوی.
له دې وړاندې د تېرې شنبې په ورځ هم بلوچستان ایالت کې څلور پاکستاني عسکر په یو برید کې وژل شوي وو.