د بوټانو تسمې د مبایل له لارې وتړئ!

د بوټانو تسمې تړل اکثره وخت یو ستونزمن کار ګڼل کیږي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې یو اړین کار ولرئ، خو اوس ښايي نوي ټکنالوژي دغه ستونزه هم له منځه یوسي.

د لوبو سامان جوړونکې مشهورې کمپنۍ نایکي (NIKE) په ټکنالوژۍ داسې سمبال بوټان چمتو کړي چې د مبایل اپلیکیشن له لارې به یې تسمې تړل کیږي، دغې بوټانو ته د «ځیرک بوټان» نوم ورکړل شوی دی.

په لومړي پړاو کې به دغه بوټان یوازې د باسکټ بال لوبغاړي وکارولی شي، د نایکي شرکت مشر ایرک ایوار په دې هکله وایي: «مونږ د لومړي وار لپاره دغه بوټانو ته تر ټولو وړاندې د باسکټ بال لوبغاړي وټاکل، ځکه د لوبې پر مهال ددوی پر بوټانو زیات فشار راځي».

ویل کیږي چې د لوبې پرمهال د ځانګړې دمې پروخت به لوبغاړی وکولای شي د تسمو یا تارونو څرنګوالي کې بدلون راولي، کله چې په پېل کې لوبغاړی بوټان پر پښو کړي د یوه کوچني موټر او ګیر په وسیله به تارونه په خپله ځان سموي.

ددغې بوټانو تسمو د سمولو لپاره به ځانګړی اپلیکیشن استعمالیږي، چې کاروونکی کولای شي په دې کې د خپلو پښو د ناپ او اندازې سره سم تسمې تړل ثبت کړي، دغه بوټان د لوبې دمې پرمهال به یې په اتومات ډول تسمې پرانیستل شي او د لوبې پېل کېدو سره سمې به بیرته وتړل شي.

دغه ځيرک بوټان به د چارجیدلو له لارې کار کوي، خو که چیرې د سفر پر مهال چارج ختم شي استعمالوونکی کولای شي په خپل لاس هم دغه تسمې سمې کړي.

ویل کیږي چې دغه بوټان به په راتلونکې فرورۍ میاشت کې د پلور لپاره بازار ته وړاندې شي، چې د اتومات او ځیرکو تسمو بیه به یې ۳۵۰ امریکایي ډالره وي، د یاد شرکت مشر په وینا په دغې نوې ټکنالوژۍ کې به وخت تر وخته زیات پرمختګ راشي.