په خوست کې د کرومایټ ډبرو د کان د استخراج چارې پيل شوې

‏چارواکي وايي، دغه کانونه د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د استخراج له پیل سره به په یاده ولسوالۍ کې د نورو پرمختایي پروژو تطبيق ترڅنګ، نږدې ۴۰۰کسانو ته کاري زمینه برابره شي.
د چارواکو په وینا، د يادو ډبرو یو ټن بیه لس زره او ۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.