د پنځو میلیونو افغانیو په لګښت د مرکزي بغلان د سړک د پراختیايي پروژې چارې پیل شوې

ځايي چارواکي وايي، دغه سړک چې یو نیم کیلومتر اوږدوالی لري، پر درېو شمال ختیځو ولایتونو سربېره د منځنۍ اسیا هېوادونه هم په همدې لاره خپل سوداګریز توکي لېږدوي.