دیکتاتوري څه شی دی او دیکتاتور چاته وايي ؟

ژباړن : نصرت الله نصرت صاحبزاده .

دیکتاتور یا دیکتاتوري هغه اصلاح یا کلیمه ده چې ډېر زیات دسیاسي چارو دشنونکو له خولو او چاپي،غږیزو او انځوریزو رسینوکې خپرېږي .

راځئ د دې کلیمې او اصطلاح تاریخي مخینې او پس منظرته لږه  کتنه وکړو .

دیکتاتوري او دیکتاتور دپخواني روم جمهوریت یو مقام و چې د ملک د بحران او کړکیچ پرمهال یو چاته ورکول کیده . پدې وخت کې به یاد کس دحکومت بشپړ واک او نظامي ځواک دیوې ټاکلې مودې یا معمولاً شپږو میاشتولپاره په لاس کې اخیسته .

نو پدې اساس دیکتاتوري دپخواني روم دقانوني ځواک او دولت یو ډول و . خو په وروستیو کې چې کله په روم کې یو شمېرمشرانو حکومت د زور او ځواک له لارې په لاس کې واخیستو، نو دوی ته هم ددیکتاتورۍ لقب ورکړل شو او دغه وخت بیا ددیکتاتورۍ کلیمې غیری قانوني نوم او حیثیت غوره کړ.

سولا  او یولیوس سزار هرډول محدودیتونه لرې کړل او خپل سری حکومت يې وکړ . نو له هغې وروسته دیکتاور دهغه چا نوم شو، چې دپادشاهۍ له مقام  او قانوي محدودیتونو پرته به يې په  بشپړ واک او ځواک پر خلکو واک چلاوه .

دیکتاتوري او دیکتاتور دا لاندې ځانګړې لري :

الف : دهر هغه قانون نه منل چې دده د خود سرۍ او خوښې مانع شي .

ب : په بشپړ واک سره دولت او حکومت په لاس کې اخستل او دتېرو قوانینو له منځه وړل .

پ : دځای ناستي او مرستیال لپاره د هیڅ قانون او قاعدې نشتون .

ت: دیوې وړې نا همفکره ډلې او خلکو  مقابل کې دزیات او قوي څخه کار اخستل .

ث: پر خلکو د وېرې اچولو له امله دخپلو ټولو امرونو او فرمانونو منل او دسر غړاوي په صورت سخته او ناروا سزا ورکول .

ج : دقدرت واک ، یوازې دیونفر سره .

چ : په پټه او ښکاره د خپلو مخالفینو ترور او دقدرت د دوام  هڅه .