دوشنبه , 29 اپریل 2024

په  انځوریزه رسنۍ کې دویاند د غږ او انځور ارزښت

لیکوال : نصرت الله نصرت صاحبزاده .

انځور، غږ او متن د ټلوېزیون د سکرین او منځپانګېې بنسټ جوړ وي.

له دردونکو  پېښو سره د غږ او لهجې تغیرول ،  مخاطب ته د پېښې د څرنګتیا پیغام رسوي.

په راډیو کې دا کار ډېراړین و لازمي دی، خو په ټلوېزیون کې د انځورونو  له لارې هم شونی دی.

د ځانمرګي برید، یا اورلګیدنې په بیان کې ستاسې د خبریال غږ  یوڅه نرم او جملې باید  لنډې وي.

په لنډو جملو کې د پېښې طبیعي غږ یا انځور  ته زمینه برابری ي، خو په سیاسي رپوټونو کې ستاسې لهبه لوړه، جملې تشریحي او ټینګاري وي.

له پېښو سره د لهبې بدلون حتمي نه دی، کېدای شي ویندوی یا خبریال د پېښو خبر په خپل تیز او ټینګاري غږ  سره ښه تر مخاطبانو ورسوي. اوږده رپوټونه  ډېر وخت نیسي، خوکه تیز وویل شي، مخاطبان به   له ځانه لرې کړئ.ډېر لنډ او ورو رپوټونه هم د چا نه خوښیږي، ځکه ستومانوونکي تمامیږي.

کوښښ وکړئ په وینا  کې د غږ  د چټکتیا  انډول وساتئ، یانې نه ډېر چټک شئ  او نه ډېر ورو ؛ نه ډېر اوږد وي او نه ډېر لنډ.