دوشنبه , 29 اپریل 2024

په نارینه و کې د جنسي کمزورۍ عمده لاملونه

ژباړن : نصرت الله نصرت صاحبزاده

ایا په یو وخت کې دڅوځلې انزال کیدو  ټاکلې حد او شمېرشته ؟

مېرمنې دخاوندانو سره دهغوی دجنسي ځواک په پياړتیا کې مرسته کولی شي؟

په نارینه و کوې جنسي کمزوري یوه دبحث وړ موضوع ده .

باید پوه شو، چې په نارینه و کې دجنسي ناتوانۍ لاملونه څه دي ؟ روغې جسني اړیکې باید دا څلور ځانګړې ولري :

۱ـ جنسي تمایل : انسان باید ذهناً جنسي اړیکې نیونې ته چمتو وي .

۲ـ پارونکې کړنې : شخص باید په فېزیکي لحاظ وتوانیږی چې د جنسي اړیکو دټینګولو لپاره پوره چمتوالی ولري  او له ستونزې پرته جسنې اړیکې پای ته ورسولی شي .

۳ـ انزال یا ارضا کیدل : شخص باید په ښه شکل او مناسب وخت کې انزال شي .

۴ـ له جنسې اړیکې نیونې څخه وروسته يې باید ذهني او جسمي روغتیا سمه وي .

کیدای شي یو کس جنسي میل ولري ، خو په فېزیکي لحاظ جنسي اړیکې نیونه  او دوام ورکولو کې ستونزې ولري .

په علمي لحاظ  ژر انزال کیدل یا فارغیدل هم یو ډول جنسي کمزوري ده ،ځکه چې پدې وخت کې نارینه په خپل سر او ناخوښې  انزال کوي او دمیرمنې رضایت هم لاسته نشي راوړلای .

ژر انزال کولی شي د خاوند او میرمنې ترمنځ جسنی اړیکې سړې کړي او دمېرمنې له خوا پر خاوند  د اعتراض سبب هم وګرځي . زیاتره وخت دمیرمنې له خوا پرمېړه دا ډول اعتراضونه کولی شي چې خاوند ذهني نا ارامه کړي ، چې دا حالت لاجنسي کمزرتیا ته لار هوارولای شي .

ایا په یو وخت کې دڅوځلې انزال کیدو  ټاکلې حد او شمېرشته ؟  ایا نارینه چې له یوځل انزال وروسته په عین وخت کې  دبیاځل انزال کیدو توانايي ونه لري  دايي پرجنسي کمزورۍ لالت کوي ؟

کوم نارینه چې په یوو خت دڅوځلونو دانزال کیدو توانايي ولري ، ویلای شوچې ښه جنسي توانايي لري ، خو څوک چې په یوخت کې له یوځل څخه زیات دانزال کیدو توانايي نه لري دا پرجنسي ناتوانۍ او جنسي کمزورتیا کې نه حسابیږي .

د جنسي کمزورتیا اصلي لامل ذهني ناتواني ده . نو پر جسنی کمزورۍ اخته انسان باید ترهرڅه مخکې خپله رواني روغتیا جوړه او سالمه کړي .

دجنسي کمزورتیا تر ټولو مهم لاملونه کوم دي :

الف : له ښځو  و او جسني اړیکوسره کمه بلدتیا او یا پر جنسي اړیکو نه پوهیدنه .

ب: دمیرمنو له خوا دخاوندانو سره دجنسي اړیکې دټینګولو نه لېوالتیا ، چې زیاتره وخت د نه تجربې او ناسمو اړیکو له امله وي ، چې درواني ډاکتر په لارښوونو حل کیدای شي .

ج : بېروني عوامل ، لکه دالکولي څښاک څښل او د نشه يي توکو استعمال هم پر جنسي اړیکو بشپړ منفي اغېز لري .

ټول نشه توکي ، خو په ځانګړې توګه تریاک ،  افیم یا هيروئین  پرجنسي اړیکو زیات بد اغېزلري .

هغو مېرمنو ته سپارښتنه چې خاوندان يې جنسي کمزوري لري:

دې مېرمنو ته باید وویل شي چې دخپلو خاوندانو سره دجنسي ناتواني له امله بده رویه مه کوئ ! هغوی باید په ډېر مهارت سره خپل خاوندان قانع کړي چې دجنسي اړیکو دکمزورتیا لامل معلومولو لپاره له متخصص ډاکتر او یا روانشناس سره ووګوري .

ایا دعمر په ډېرو جنسي میلان او ځواک کمیږي ؟

په ټوله کې نه . کوم کسان چې په ځوانۍ کې ( ۲۰څخه تر ۳۰) کلنۍ پورې له ښه جنسي ځواک څخه برخه من وي ، معمولاً د عمر ترپایه ښه جنسي ځواک لري .

خو ډېر زړښت او جسمي کمزوریتا کولی شي چې جسنی اړیکې  لږې سړې او کمزروې کړي .