ژباړن : نصرت الله نصرت صاحبزاده .
ایا پوهېږئ ، چې ډېر خوب یا بې خوبي ، ډېرخوراک یا بې اشتهايي ، جنسي میلان نشتون یا ډېرجنسي تمایل ، سردرد او ملادرد او پر نا امیدۍ ولې اخته یاست ؟ ځواب يې په لاندې کرښو کې لوستلای شئ !
په نړۍ کې دډیپرېشن یا ژور خفګان ناروغان ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دي . خفګان په لومړي سرکې ډېرخطرناک نه وي ، خو که ورته متوجه نشو او پروخت یې علاج او دپرمختګ څخه يې وقایه ونکړو ، پایلې يې خطرناکې او حتی وژونکې هم کیدای شي او دژوند ترپایه دیو غیرنارمل انسان په توګه پاتې کیدای شو .
اړینه ده ، چې دخفګان په لومړنیو نښانو پوه او خطرناک حالت ته له رسیدو وړاندې يې تداوي کړو .
خفګان او اضطراب بېلابېل ډولونه لري او پر هر تن يې اغېزې جدا دي .
ډیپرېشن یوحالت دی ، چې انسان دخواشینۍ ، وروسته پاتې والي ، غفلت او ناهیلۍ احساس کوي . په ډيپرېشن اخته کسان نه غواړي چې په ورځنیو چارو کې ګډون وکړي .
ډېری نارینه او مېرمنې تر اوونیو یا هم ترمیاشتو میاشتو ستونزې لري ، چې که حل نشي خفګان او ژورخفګان رامنځته کولای شي . پر ستونزو او خفګان اخته کسان دهر څه پروړاندې دوېرې او نا راحتۍ احساس کوي .
خفګان یا ژورخفګان په درې مهمو برخو وېشلای شو :
۱ـ دخفګان اصل حالت : اصلي حالت کې خفګان کولی شي ،چې دانسان ذهن او بدن فلج کړي . ددې مرحلې ژورخفګان اخته کسان دکار وړتیا او یاداښت له لاسه ورکوي . اشتها یې خوړو ته کمه یا هیڅ نه وي . دخفګان په اصلي حالت باندې اخته کس یا بېخي ډېر ویده کیږي او یاهم هیڅ خوب نلري ؛ دخوشالۍ او تفریح مراسمو کې برخه نه اخلي .
۲ـ سطحي خفګان( (dysthymia یا دخفګان لومړنی حالت : پرسطحي خفګان اخته ناروغان که د زهن او بدن په فلج نه اخته کیږي ، خو له ژوند څخه خوند نشي اخستلای .
۳ـ Manic یا دوه اړخیز خفګان : دخفګان ددې مرحلې ناروغان کله خفه او کله هم ډېرخوشاله وي . دغم په حالت کې کټ مټ دژورخفګان نښې لري او دخوشالۍ په حالت کې له بشپړځواک څخه برخه من وي . دا ناروغان داسې کړنې ترسره کوي ، چې یوبل سره بېخي جوړې نه وي .
پر خفګان داخته کسانو یوه نښه داهم ده ، چې له اندازې زیاته ډوډۍ خوري او زیاتره وخت داسې څه خوري چې هیڅ غدايي ارزښت نلري . پرژور خفګان اخته کسانو ته زیاتره دمعدې او ملا دردونه پیداکیږي . پر ژورخفګان زیاتره نارینه جنسي میلان او شوق له لاسه ورکوي ، دهرڅه په اړه منفي فکر کوي او په یوه بې نومه او خیالي نړۍ کې ژوند کوي.
په ژور خفګان اخته میرمنې د نارینه و پر تله زیات دځان وژنې هڅه کوي .
نو که تاسې او یا هم دکورنۍ غړی مو دا نښانې ولري ، نو ښه ده چې زر تر زره د روانې او عقلي ناروغیو متخصص ډاکتر ته دستونزې دشریکیدو او درملنې په موخه ورشئ !
باید یادونه وکړو ، چې دژورخفګان ناروغان دډاکتر ددرملنې ترڅنګ د کورنۍ دغړو زیاتې مرستې ته هم اړتیالری او دا ناروغي دبشپړعلاج وړ ده .