ایا پوهېږئ چی د نوکانو يوه برخه ولې سپینه ده

د ډېرو خلکو د نوکانو اخېري برخه سپین‌والی لري،مګر شاید ډېر په دې نه وي پوه چې ولې؟
راځئ نن له همدې راز څخه په سرخط کې خبر شئ چې اصل خبره څخه ده.
د دې سپین‌والي اصلي ساینسي نوم Lunula Unguis دی او په راتلونکي کې ستاسې د روغتیا او سرګرمۍ لور ته اشاره کوي.

که چېرې مو دا سپین‌ والی له اتو نيولې تر لسو نوکان پورې لري؛ نو پوه شئ چې د بدن دفاعي ځواک مو ښه روان دی او ستونزه نه لري، خو که چېرې د همدې برخې رنګ خړ او یا يې هم اندازه کمه وي، پوه شئ چې روغتیا مو سمه نه ده او د کمزورۍ احساس کوئ.
روغتیايي څېړونکي په دې باور دي چې د جسمي او روحي ناروغیو او د غذايي قلت له کبله د نوکانو رنګ او شکل توپیر کوي او له همدې کبله ډېری وخت ډاکټران د خپلو ناروغانو د معاینه کولو پر مهال د هغوی نوکان ګوري.
کاپي…