دمیوه لرونکو نیالګیو دکښینولو لپاره 20 مهم ټکي:

1. لمړی باید پوه شئ چې کوم ډول میوه لرونکي ونه ، نوعه ، ستاسو دسیمې لپاره ترټولو مناسبه میوه اونوعه ده.
2. انتخاب شوې نوعې توافق داقلیمی شرایطو، خاورې د ډول ، ګل ورکول، بارنیول اودناروغیو اوافتونوسره مقاومت په پام کې ونیول شي.
3. نيالګي له باوري کسانو ، باوري ځایونو اوشناخته وو څخه رانیسی.
4. خپل باغ ته په ناروغیو اوآفتونوباندې دککړو نیالګیو دراوړلو څخه مخنیوی وکړئ.
5. دزیاتی بریا په خاطر یوکلن اودوه کلن پیوندی اوتصدیقي نیالګي انتخاب کړئ.
6. دباغ نقشه اوطرحه لمړی دځمکی پرمخ پلی اووروسته دنیالګیو دکښینولوځایونه په نښه اوعلامت ګذاری کړی.
7. نیالګی په مربع اومستطیل شکل اوپه میلان لرونکو ځمکوکی دتراس په خطونوکښینوی.
8. دونواوقطارونوترمینځ حتما معیاری فاصلی په پام کی ونیسی.
9. دوونواوخاوری دنوعو په پام کی نیولوسره غوچی د 50 – 100 سانتی مترو په قطر اود 60 – 100 سانتی مترو په ژوروالی سره وباسی.
10. دغوچو یا کندودایستلو په وخت کی دځمکی دسر خاوره دیوه بیل په ژوروالی سره یوی خواته اولاندینی خاوره بلی خواته واچوی.
11. پام مو وی چی دنیالګیو دانتقال په وخت کی دنیالګیو ریښی باید دازادی هوا په وړاندی قرارونه نیسی اونه هم باید زیان ووینی.
12. دنیالګی دکښینولوڅخه دمخه دهغوی ماتی شوی ، زخمی او زیانمنی شوی ریښی دقیچی په وسیله قطع کړی.
13. په ناروغیوباندی دنیالګیودریښو دککړیدو دمخنیوی لپاره ، دنیالګیو ریښی په لاندی محلول کی غوټه ، تعقیم اووروسته کښینوی:
• بینومیل یا بل فنګس وژونکی 300 ګرامه
• مټینه خاوره 10 کیلوګرامه
• ورسته شوی حیوانی سره 10 کیلوګرامه
• اوبه 100 لیتره
14. دغوچی دسربیرنی راایستل شوی خاوری سره دهغی دحجم په اندازه ورسته شوی حیوانی سره ګده کړی اودغوچی لاندی برخی ته یی ورواچوی.
15. نیالګی په غوچه کی په مستقیم ډول داسی ځای پرځای کړی چی دپیوند برخه یی هیځ کله هم ترخاورولاندی نشی اودپیوند اړخ یی دباد په طرف وی.
16. غوچه دخاوری څخه ډګه کړی اودپښو په وسیله یی تخته کړی ترڅودریښو په ساحه کی خالی ځای پاتی نشی اوموجوده هوایی راووزی.
17. کښینول شوی نیالګی پرته له ځند څخه آبیاری کړی اوپه مناسب لوړ والی سره یی سرپری کړی.
18. نوی کښینول شوی نیالګی باید دیوی تکیه سره دتړل شی ترڅو دباد په وسیله دهغوی دټکان اوکږیدوڅخه یی مخنیوی وشی.
19. دژوونکو حیواناتو په وسیله دنیالګیودتنودژولو دمخنیوی لپاره حتما دهغوی شاوخواد دیوه ارزانه ، مناسب ساتونکی په وسیله لکه کارټن یا پلاستیکی جالی وپوښی ترڅودژونکو حیواناتو دزیان څخه خوندی پاتی شی.
20. غوره داده چی په لمړیو څوکالونوکی دونوتنی دلمر په سیله دسوزیدواو پوست اچولو څخه دساتنی په خاطر په سپین پلاستیکی رنګ رنګ کړی.

لیکنه: فیض الرحمن ابراهیمی
جنوری ۲۰۲۳