د زمزم اوبو څاه ( کوهى)

د زمزم څاه ژوړوالې 10.6فوټه دي چې په هره ثانيه کښې 8000ليټره اوبه لوړې خواته پمپوي چې په ساعت 28.8 مليونه ليټره کيږي!

جالبه لا دا دي چې د ﺯمزمو اوبو چینې په 11 دقيقو کښې بيرته هغه اوبه پوره کوي چې د 24 ساعتونو په جريان کښې، بهر ته وتلې وي!

او دا مو هم په ياد وي چې د ﺯمزمو د اوبو څاه د ﺯرګونو کلونو مخکې يعنې د حضرت اسماعيل ع له وخته په دوامداره توګه فعاليت کوي او هيڅ نده وچه سوي!

په دى څاه کښې دوه څیزونه عجیبه په نظر راځي:
لومړي دا چې خپلې مصرف سوي اوبه په ډيره چټکې سره بشپړوئ
دويم دا چې اوبه يې هيڅکله بېځايه نه مصرفيږي ،البته د اړتيا په صورت!

د ﺯمزمو اوبه نه يواﺯي د تندۍ لپاره مفيده وي بلکې د خوراک پرځاي هم استعمالولائ سو يعنې لوږه هم ختموي!

د پرله پسې څيړنو څخه وروسته معلومه سو چې د ﺯمزمو اوبه نسبت عادې اوبو ته په ﺯياته انداﺯه کلسيوم،کلکيوم يا فلوريود لري!

که د زمزمو د اوبو یوه څاڅکه( قطره) د 1000 عادې اوبو څاڅکو سره مخلوط سي دا ټوله اوبه به د ﺯمزمو د اوبو ځانګړنې خپل کړي!

د ﺯمزمو اوبه د شاتو ( عسل ) په څير هيڅکله خپلې ځانکړنې ( خواص) له لاسه نه ورکوي يعنې نه خرابيږي!

او عجيبه لا دا چې دا اوبه په تیزابې چاپيريال کښې القلې ځانکړنې نيسي او په القلې چاپيريال کښې تیزابې ځانګړنې نيسي! سبحان الله

الله تعالى دى دا خپل ستر نعمت ( د ﺯمزم اوبه) د ټولو مسلمانانو نصيب کړی.
کاپي…