دوشنبه , 29 اپریل 2024

پښې او لاسونه ولې یخیږي او دکومو ناروغیو دشتون احتمال ښيي؟

ژباړه: نصرت الله نصرت صاحبزاده .

لیدلي به مو وي چې کله ګرم بوټان او ګرمې جرابې هم نشي کولی دپښو یخوالی  راکم کړي ، چې داحالت په بدن کې کیدای شي دکومې عادي یا خطرناکې ناروغۍ نښه وي .

خو که د خپلې روغتیا څخه بشپړ ډاډمن یاست ، نو بیا کومه جدي ستونزه نده او تشویش ورته مه کوئ !

دپښو د سوړوالي عمده لامل دسړي هوا شتون دی او زیات وخت دوینې د دوران ستونزې وي ، چې پښو ته نه رسیږي .

پښو ته دوینې دجریان ځنډیدو او ورو کیدو سبب   نه حرکت او په څوکۍ زیات کیناستل ښودل شویدي .

د پښو دیخوالي نور لاملونه دادي :

رینود یا د وینې دګردش ستونزه او ګډوډي :

ددې ناروغۍ اوحالت پرمهال دلاس پنجې او پښې سړيږي او بې حسه کیږي ، داستونزه زیاتره په یخه هوا او دخفګان پروخت پیداکیږي . دا ناروغي کوچني رګونه چې پوستکي ته وینه رسوي ، نازکه کوي او پایله کې ځینو برخوته دوینې رسول  له خنډ او ځنډ سره مخامخ کیږي . دا ناروغي زیاتره په ښځینه او هغو وګړو کې ډېره پيداکیږی چې په سړو سیمو کې ژوند کوي .

د ټیرایډ غدې کمزوري : پدې وخت کې دهورمون دترشح کچه په کافي اندازه کمېږي او دبدن دزیاتو برخو فعالیتونه غیرې نارمل کیږي . دټيرائید غدې دکمزورتیا پرمهال د یخنۍ او ستړیا احساس ، دوزن زیاتیدل او د حافظې ستونزې پيداکیږي .

کم خوني : دا ناروغي هغه وخت لیدل کیږي ، چې په وینه کې  سالم سره  کرویات په کافي اندازه دبدن ټولو برخوته و نه رسیږي .

دکم خونۍ څرګندې نښې دستړیا او کمزورۍ احساس دی او دپښو او لاسونو یخوالی ، سر ګرځیدل ، ساه تنګي سر درد او درنګ الوتل یا پیکه کیدي دي .

دا ناروغي د غذايي رژیم په بدلون او اوسپنې ، فولیک اسید ، ویټامین سي او ویټامین بي ۱۲ اخستل دي .

نو که پښې او لاسونه مو زیاتره وخت یخ وي ، نو اړینه ده چې د یادو شویوو ناروغیو تشخیص او درملنه پیل کړئ ، څو دجدي روغتیايي