لیکوال: نصرت الله نصرت صاحبزاده.
د ښوونیزو خپرونو ژبې ته باید خورا ډېر پام وشي ، هرلیکوال چې خپرونه جوړوي ، نو لومړی باید خپل ټول اورېدونکي وپېژني ؛ اړینه ده ، چې له ځان سره داپوښتنې مطرح کړي:
۱: اورېدونکي یې څوک دي؟
۲: څوکلن دي څوکاله عمرلري؟
۳: په کومو ځایونوکې ژوند کوي ؟ په کلي او که په ښار کې؟
۴: د زده کړو کچه یې څومره ده ؟ لوستي دي ؟ که نالوستي؟
۵: د پوهې یا درک کچه یې څنګه ده؟
۶: څه ډول ژوند لري؟
۷: مهم او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې څه دي ؟
۸ : غوښتني یې څه دي؟
اړینه ده ، چې داوریدونکي سره دخبرو پرمهال او یاهم دخپرونې دسکرپټ لیکلو پرمهال خپل اوریدونکي دپورته ۷ ځانګړو له مخې ووپېژنو او خپله خپرونه همدې مشخصاتو او پوشتنو دځوابونو په رڼاکې چمتو او وړاندې کړو .
که په خپرونه کې پورته ټکو ته پام ونشي ، نو دا ډول لیکوالان او دښوونیزو خپرونو پروډیوسران هیڅ کله بریالي نه وي بلکې تل ستونزې لري .
کله چې د ماشومانو د خپرونې پروډیوسران او یا هم دغټانو د خپرونې پروډیوسران خپل اورېدونکي وپېژني ، بیا نو کولای شي د هغوی په زړه او ژبه خپرونې ورته جوړې کړي .