ژباړه: نصرت الله نصرت صاحبزاده .
لیدلي به مو وي چې کله ګرم بوټان او ګرمې جرابې هم نشي کولی دپښو یخوالی راکم کړي ، چې داحالت په بدن کې کیدای شي دکومې عادي یا خطرناکې ناروغۍ نښه وي .
خو که د خپلې روغتیا څخه بشپړ ډاډمن یاست ، نو بیا کومه جدي ستونزه نده او تشویش ورته مه کوئ !
دپښو د سوړوالي عمده لامل دسړي هوا شتون دی او زیات وخت دوینې د دوران ستونزې وي ، چې پښو ته نه رسیږي .
پښو ته دوینې دجریان ځنډیدو او ورو کیدو سبب نه حرکت او په څوکۍ زیات کیناستل ښودل شویدي .
د پښو دیخوالي نور لاملونه دادي :
رینود یا د وینې دګردش ستونزه او ګډوډي :
ددې ناروغۍ اوحالت پرمهال دلاس پنجې او پښې سړيږي او بې حسه کیږي ، داستونزه زیاتره په یخه هوا او دخفګان پروخت پیداکیږي . دا ناروغي کوچني رګونه چې پوستکي ته وینه رسوي ، نازکه کوي او پایله کې ځینو برخوته دوینې رسول له خنډ او ځنډ سره مخامخ کیږي . دا ناروغي زیاتره په ښځینه او هغو وګړو کې ډېره پيداکیږی چې په سړو سیمو کې ژوند کوي .
د ټیرایډ غدې کمزوري : پدې وخت کې دهورمون دترشح کچه په کافي اندازه کمېږي او دبدن دزیاتو برخو فعالیتونه غیرې نارمل کیږي . دټيرائید غدې دکمزورتیا پرمهال د یخنۍ او ستړیا احساس ، دوزن زیاتیدل او د حافظې ستونزې پيداکیږي .
کم خوني : دا ناروغي هغه وخت لیدل کیږي ، چې په وینه کې سالم سره کرویات په کافي اندازه دبدن ټولو برخوته و نه رسیږي .
دکم خونۍ څرګندې نښې دستړیا او کمزورۍ احساس دی او دپښو او لاسونو یخوالی ، سر ګرځیدل ، ساه تنګي سر درد او درنګ الوتل یا پیکه کیدي دي .
دا ناروغي د غذايي رژیم په بدلون او اوسپنې ، فولیک اسید ، ویټامین سي او ویټامین بي ۱۲ اخستل دي .
نو که پښې او لاسونه مو زیاتره وخت یخ وي ، نو اړینه ده چې د یادو شویوو ناروغیو تشخیص او درملنه پیل کړئ ، څو دجدي روغتیايي