اته شپېته ثانيې تمرکز؛ خپلو هیلو ته ورسېږئ

ډېر بریالي ویناوال په تېره بيا د جذب قانون په ساحه کې د «ایسټر هیکس» په شان جالبې نظریې لري. دوی وایي، که انسان ۱۸ثانیې د غوښتونکي شي یا پدیدې په اړه تمرکز وکړي، په کایناتو کې به یو لوی زنګ په اواز راشي او د ټولې هستۍ پام به د دغه شخص په لوري را واړوي.

که دغه ۱۸ ثانیې تر ۶۸ ثانیو پورې وغځېږي، کار پای ته رسېدلی او ټوله هستي په دې هڅه کې وي چې متمرکز شوي فکر ته حل‌لاره پیدا کړي.

که هیله ده بشپړه يې کړي، که پوښتنه ده ځواب ورته پیدا کړي.

په لومړي ځل به ۶۸ ثانیې ډېر کوچنی عدد یا کم وخت ښکاري.

۶۸ ثانیې یوه دقیقه او ۸ ثانیې کېږي. اکثره وګړي وایي، ۶۸ ثانیې تمرکز هيڅ کار نه‌دی!؟

ښه! ایا تاسې هم همداسې فکر کوئ؟

ډېر عالي! راځئ یو ځل یې امتحان کړئ.

ګورئ به چې لا ۱۸ ثانیې نه وي تېرې شوې، ستاسې فکر بل لوري ته واوړي.

په چټکۍ سره به نوې تیوري ستاسې له ژورو فکرونو را ښکاره شي، ستاسې داخلي زمزمې به په خبرو راشي. جدي یې مه نیسه، له دې لوبو لاس واخله او د ژوند مهمو مسایلو ته رسېدنه وکړه او…

موږ عادت یوو، په حقیقت کې عادت راکړل شوی چې پرته له فکر کولو د عادت په اساس ژوند وکړو.

موږ سهار له خوبه پاڅېږو، پرته له‌دې چې یوازې ۶۸ ثانیې خپلو ورځنیو چارو ته وخت ورکړو، د سهارنۍ خوړل پیلوو او د دندې په لور ځو.

پرته له‌دې چې ۶۸ ثانیې د خپلو کارونو د اروزنې له‌پاره پرله‌پسې وخت ورکړو، د ذهن سرکشه اس مو یوې او بلې خوا ته بیایوو چې ماسپښین شي او بیا غرمنۍ وخورو، وروسته هم کار او ماښام په کور کې را ټولېدل، ټلوېزیون لیدل او وروسته ویده‌ کېدل.

هر ساعت ۶۰ دقیقې ده او یوه شپه او ورځ مو یو زرو څلور سوه او څلوېښت دقیقې کېږي، خو موږ په ډېرو وختونو کې په دې ۱۴۴۰ دقیقو کې د ۶۸ ثانیو له‌پاره خپل فکر یوې ځانګړې موضوع ته نه‌شو متمرکزولای.

رښتیا! که په‌ دومره وخت کې موږ د ۶۸ ثانیو په مخه خپل ذهن نه‌شو متمرکزولای، بیا روان ژوند څه په درد خوري؟

نارام او پرېشانه فکر چې پرته له بې‌قراري او ناورینه بل څه نه لري.

زوړ، ځوان، ښځینه او نارینه نه پېژني.

هغه فکر چې د څو شېبو له‌پاره په یوه موضوع چې د فکر څښتن یې د ځان له‌پاره اصلاح ګڼي نه‌شي متمرکزېدای، رښتیا هم د ضرورت او بحران په وخت کې چې ډېر تمرکز ته اړتیا لري، کمزوری او فلجېږي.

باید همداشېبه له هر ډول اړین کاره تېر شو او د نارام ذهن خوا ته ورشو او خپل ذهن د ۶۸ ثانیو په مخه مهار کړو.

۶۸ ثانیې د خپلو اوسنيو شرایطو په اړه فکر وکړو.

۶۸ ثانیې په دې اړه چې په خپل ژوند کې څه غواړو فکر وکړو.

۶۸ ثانیې د خپلو نېکمرغیو په اړه فکر وکړو او ۶۸ ثانیې هم په دې فکر وکړو چې څومره ارامېږو. کله چې د خپل ژوند د مسایلو په اړه په ارامي فکر کوو، ټول بېروني کاینات هم زموږ حکم ته غوږ وي چې هر څه ورته ابلاغ کړو.

خو په یو شرط هغه چې د فرمان ورکولو په وخت کې مو تمرکز خراب نه‌شي او ذهن مو و نه پاشل شي.

۶۸ ثانیې یو ځای پاڅېږو، په صراحت وايو چې څه غواړو؟

دا هر څه هماغه وخت ګورې چې کولای یې شې.

محرم درانۍ

#سرخط ورځپاڼه