انار او د هغه روغتیايي ګټې

ژباړه او زیاتونه : عطا محمد میاخېل

انسان تل له خپل پروردګار څخه د معجزې په تمه دی، خو نا خبره له دې، چې قرآن عظیم الشان ټول معجزه دی. الله (ج) د کال په هر فصل کې له هغه فصل سره سم مېوې پیدا کړې دي، تر څو انسان د خپلو بدني اړتیاو پر بنسټ له هغو څخه ګټه واخلي. د قرآني طب څېړونکي په دې باور دي، چې انار یوه جنتي مېوه ده، نو له همدې کبله مېوه یې د مني په موسم کې پخېږي، چې په دې موسم کې هوا سړېږي او د ونو پاڼې تویېږي.

الله (ج) په قرآن عظیم الشان کې د انار ستاینه کړې ده، فرمایي :

فیها فاکهه و نخل و رمان .

ژباړه : په جنت کې به مېوې، کجورې او اناروي .

انار په طبیعي توګه یخ دی، نو د تودوخې له امله د رامنځته شویو ناروغیو په درملنه کې مهم رول لوبوي . د چینجیو له امله د دنننیو پړسوبونو لکه : د ینې، پښتورګیو او د لړمون د درملنې له پاره هم کارېږي . د ځینو درملو د خوړو له امله، چې تېزوي، تشې متیازې سوزي او یا وینه ورسره وي، چې په دواړو حالتونو کې یې په انار سره درملنه کېږي .

انار په ډېره پیمانه C او نور ویټامینونه لکه :B1، B2، PP او B6 لري، همدارنګه پوټاشیم او مګنیزیوم هم لري، چې د وینې په سپېڅلتیا کې ډېره ونډه لري او د ینې د حجراتو کار ډېروي.

د انار د ارزښت په اړه په یوه حدیث شریف کې داسې راغلي دي : مامن رمان الا فیها حبة من رمان الجنة .

ژباړه : د نړۍ د انارو په دانو کې د جنت دانې شته، انار د جنت مېوه ده . بل حدیث شریف دی : من اکل رمانه نور الله قلبه و هرب الشیطان منه .

ژباړه : چا چې انار وخوړ، نو الله (ج) به د هغه زړه ته رڼا ورکړي قوي به یې کړي او شیطان به ترې وتښتي .

د ډاکټرانو له لید لوري انار ډېر ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي :

۱ ـــ پوټکی او جرړې یې چینجي له منځه وړي .

۲ ـــ انار ادرار زیاتوي او تنده له منځه وړي .

۳ ـــ که چېرې له خوړو، وروسته خوږ انار وخوړل شي، نو د انسان څېره ښکلې کوي او د خوړو په هضم کې مرسته کوي .

۴ ـــ هغه کسان، چې له ډنګروالي سره لاس و ګرېوان دي، نو خوږ انار ورته ډېره ګټه رسوي .

۵ ـــ خوږ انار د ټوخي په ښه کېدو او د غږ په پرانیستلو کې اغېزمن رول لري .

۶ ـــ خوږ انار د بدن خارښت له منځه وړي .

۷ ـــ د پوزې د ننه ټپونو او یا په ټپ باندې د اضافي غوښو د درملنې له پاره د تریو انار له اوبو څخه دې ګټه واخیستل شي .

۸ ـــ د انارو روب بدن ځواکمن او چاغوي .

۹ ـــ هغه کسان چې خاورې او دې ورته نور څیزونه خوري، د انارو روب یې ښه درملنه ده .

۱۰ ـــ انار بواسیر له منځ وړي .

۱۱ ـــ د انارو په خوړلو سره خواشیني او خپګان له منځه ځي .

۱۲ ـــ که د انارو له اوبو سره ګبین ګډ شي او بیا وخوټول شي او مرهم ترې جوړ شي، نو که دغه مرهم په سترګو پورې کړای شي، د سترګو ژېړوالی ختموي .

۱۳ ـــ د انارو د ګل جوشانده اورۍ پیاوړې کوي او خونریزي ( وینه بهېدنه ) یې له منځه وړي .

۱۴ ـــ د انار د پوټکي پوډر د زړو ټپونو د رغاوي له پاره ګټور دي .

۱۵ ـــ انار مستي له منځه وړي .

۱۶ ـــ انار د صفراوي تبو له پاره ګټور دي، مخکې له ډوډۍ دې وخوړل شي .

۱۷ ـــ انار د دخانیاتو زیانونه له منځه وړي .

۱۸ د انارو اوبه د سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي، زړه پیاوړی کوي او حتی د جنسي ځواک په پیاوړتیا کې هم اغېزمن رول لوبوي .

۱۹ ـــ د انارو اوبه کولای شي، چې د چاغو نرانو او ښځو د معدې او خېټې په شاوخوا کې وازده را کمه کړي .

۲۰ ـــ هغه کسان، چې د وینې له کمښت سره مخ دي او یا هم د ستړیا احساس کوي، د انار پاڼې دې په اوبو کې وخوټوي او د چای په څېر دې وڅکي .

د یادونې وړده، هغه کسان چې د معدې ټپ لري تریو انار دې نه خوري او دغه راز د تریو انار ډېر استعمال د معدې د ټپ سبب کېږي .