له غوماشو او مچانو به ډېر تنګ یاست او ښايي له ځانه د شړلو یوازېنۍ لار به یې له زهرجنو موادو او سپرېګانو ګټه پورته کول در زده وي، خو پوهېږئ اوس د جنوبي کوریا مشهورې کمپنۍ ایلجي داس ټلېفون جوړ کړی چې کولای شي د غوماشو او مچانو له مصیبته مو په امان کړي.
د دې ټلېفون له شاتنۍ برخې یو ډول شعاع خارجېږي چې د همدې په وسیله غوماشي او مچان تښتي.
د دې ټلېفون بیه هم دومره لوړه نه ده او تېره اوونۍ بازار ته وړاندې شوی.
د ټیکنالوجي د برخې څېړونکي وايي، دا ټلېفون به په هغو هېوادونو کې ښه وپلورل شي چې غوماشي او مچان په کې ډېر دي.
په افغانستان کې يې پلور څنګه بولئ؟