اوه هغه غوره خواړه چې د ویښتانو تویېدلو مخنیوی کوي

ویښتان د بدن په ښکلا کې ځانګړی رول لري، خو ګنجی سر یا ویښته تويېدل د هیچا نه خوښیږي، ځینې طبي پوهان په ورځ کې له لسو تر پنځلسو ویښتان تویېدل کومه لویه ستونزه نه بولي خو که دغه شمېره لوړه وي بیا یې باید د مخنیوي لپاره روغتیایي لارې چارې په کار واچول شي.

د ویښتانو تویېدلو یو شمېر لاملونه کېدلای شي، په ځانګړي ډول د یخنۍ په موسم کې ویښتان زیاتو توییږي، همدا ډول بدن کې د وسپنی کمښت، د ویټامینونو کمښت، د شکر ناروغي او داسې نور لاملونه لري، خو د مخنیوي لپاره یې له نورو لارو سربېره یاد خواړه هم باید هیر نشي!

غوښه

د ویښتانو تویېدلو یو اصلي لامل په بدن کې د وسپنې کمښت دی، ددغې کمښت پوره کولو لپاره باید د غوايي سره غوښه وخوړل شي چې زیاته کچه وسپنه او اومیګا تري د چاغوالي ضد مادې لري، په دې سره به ویښتان پیاوړي شي، کوښښ وکړئ اوونۍ کې یو یا دوه واره د غوايي غوښه وخورئ ځکه چې دا د ویښتانو وده قوي کوي.

هګۍ

هګۍ پروټین لري، او د پروټین کموالی د ويښتانو تویېدلو لامل کیږي، هګۍ چې یو شمېر پروټین لري د ویښتانو تويېدلو مخنیوي ترڅنګ ، د ویښتانو بیخونه پېاوړې کوي، د هګۍ په ژیړو کې د وټامن ډي زیاته کچه موندل کیږي چې په بدن کې له بلې لارې نشي رامنځته کېدلای، د همدې لامله دغه وټامن ډي د ویښتانو روغتیا لپاره خورا ګټور دي.

ماهي

ویښتان له پروټینو او فایبر څخه ډک وي، ددې هدف دا شو چې د نوي ویښتانو راشنه کولو لپاره د نورو پروټینو او په دې کې د کیروټین مادې رامنځته کولو اړتیا وي، دغه اړتیا د ماهي خوړلو له لارې ښه پوره کیږي.

شات

شات د هر ناروغۍ درمل ګڼل کیږي، څیړنې زیاتوي چې شات د نري او کمزوري ویښتانو پياوړلو لپاره غوره خواړه دي، په دغه څیړنه کې ویل شوي چې ددې لپاره ۹۰ سلنه شات او ۱۰ سلنه اوبه ګډې کړئ بیا یې تر څلورو اوونیو هر دویمه ورځ په سر ولګوئ، د یادې ستونزې څخه به خلاص شئ.

شنه سابه «پالک»

د یوې څیړنې له مخې ویل شوي چې د ویښتانو ستونزې لرونکي میرمنو کې د وسپنې او وټامن ډي ۲ کمی وي، ددې پوره کولو او د ویښتانو تویېدلو مخنیوي لپاره شنه سابه غوره خواړه دي، پالک په پراخه کچه وسپنه لري، همدا د ځینو پوهانو په وینا دا وټامن سي هم لري.

هوږه

هوږه د نړۍ یو له هغه څیزونو څخه ده چې د هرې ناروغۍ په ښه کولو کې او د هرې کمزورتیا په مخنیوي کې مرسته کوي، هوږه کې یوه ماده «الیسن» موندل کیږي چې د پوهانو په وینا د ویښتانو تویېدلو مخنیوی کوي، هوږه میده کړئ او بیا یې د ویښتانو بیخونو پورې ومښئ، همدارنګه یو ډول غوره تېلو کې هوږه ګډه کړئ او بیا یې په سر ووهئ، ډیر ژر به له یادو ستونزو مخنیوی وکړئ.

خوږ آلو

سربېره پر دې د ویښتانو تویېدلو مخنیوي لپاره خوږ آلو هم غوره خواړه دي، لکه څرنګه مو چې وویل د وسپنې کمښت د ویښتانو تېدلو اصلي لامل دی او ۸۰ سلنه د ویښتانو ستونزې له همدې رامنځته کیږي، نو په خوږ آلو کې وسپنه، وټامن بي ۶ او وټامن ای په پراخه کچه موندل کیږي، په دې سره به مو د ویښتانو تویېدلو مخنیوی وشي او د ودې او پراختیا کې زیاتوالی راشي.

سرچینه: نن ټکی اسیا