بادرنګ هم حیرانوونکي روغتیايي ګټي لري.

 

الله (جل جلاله) هیڅ کوم نعمت له ګټي پرته ندی خلق کړی. ځیني خلک فکر کوي چي بادرنګ هیڅ کومه روغتیايي ګټه نه لري. خو داسي نه ده. بادرنګ هم بې شمیر روغتیايي ګټي لري.

بادرنګ کي شته روغتیايي مواد انسان له ځینو مهلکو ناروغیو څخه په ژغورلو او د انسان روغتیا بهتره کولو کي ډیره زیاته مرسته کوي. دلته مو د بادرنګ له ځینو مهمو ګټو سره چې په مرسته يې کولی شئ د ځینو مهمو ناروغیو مخنیوی وکړي اشنا کوو:

د زړه سوی له منځه وړلو کي مرسته کوي.

د خیټي تیزاب او خیټي کې شته دانو په درملني کي مهم رول لوبوي.

د ګردي او مثانې څخه د تیږي په له منځه وړلو کي ډیر زیات ګټور دي.

د ویني فشار په نورمال ساتلو کي مرسته کوي.

د خولې بد بوي له منځه وړي.

زیاته اندازه اوبه لري او په دې ډول د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کوي.

د سر درد رغوي

د پوټکي روغتیا په ساتلو او بهتره کولو کي مهم رول لوبوي.

د سرطان ضد خاصیت لري.

ادرار راوړوونکی خاصیت لرلو له امله د بدن فاسد او زهري مواد خارجوي.

‎لیکنه :ډاکتر حنیف