بی خوبۍ لپاره قرآني نسخه

خوب چې دالله جل جلاله  په بې پایانه نعمتونه کې یو لوی او ستر نعمت دئ او هیڅ ذوی الروح بې خوبه ګوزاره نشي کولای  او الله جلاله په خپل سپیڅلي کلام قرآن کریم کې فرمایي چې (وجلعنا الیل سکنا )۰ یعني ماشپه ستاسو دارامۍ لپاره ګرځولې ده۰ یعنی تاسو چې ورځنۍ چارې ترسره کړئ او په ورځ کې ستړي شئ نودشپې په راتګ سره خوب ستاسو انتظار کوي ۰

نوکله چې انسان ویده شي دورځې چې هرڅومره ستړئ شوئ وي دشپې دخوب په کولو سره یې ټوله ستړیا له مینځه ځي.

او که یوڅوک بې خوبه شي  دهغه بیا دماغ سم کارنه کوي دنا ارامۍ احساس کوي  او له نورو خلګو سره  په جنجال کښي واقع کیږي ۰ او هغه قیدیان چي په جیلونوکښي وي هغوئ ته چي ډیره سخته سزا ورکول کیږي  هغه سزا دبې خوبۍ ده  یو قیدي چي دبې خوبۍ له سزا سره مخامخ شي هغه بیا پر خپلو کړو ډیر ژر اقرار کوي۰ خو دخوب  نه راتلو په وخت کې ځیني خلګ  دواوي  او ګولیاني  استعمالوي چي داکار ډاکتران هم نه خوښوي  ځکه یو څوک چي  په ګولیو ځان عادت کړي بیا هغه ته بې له ګولیو خوب نه ورځي

او داکار دماغي زیان او او تاوان هم لري او ډاکټرانو داخبره ثابته کړې ده چي یو انسان باید کم ترکمه  ۷ اوه ساعته خوبه او زیاته اندازه ۸ اته ساعته باید خوب وکړي

خو داوخت ډیر داسي  لاملونه شته چي موږته دهغو له لاملونو او ستونزو له کبله خوب نه راځي

کوم وخت چي دانسان خوب کم شي دهغه دبدن قوت هم  کمزورئ شي ځکه خو کوم وخت چي  داسلام مشهوره غزا یعنی غزوة بدر پیلېده   دجنګ ترورځ  په مخ کې شپه کښي الله جل جلاله پرمسلمانانو خوب راوستو رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه دشپې له اولې حصې څخه بیا ترسهاره ویده شو حتی چي پیردارانو ته هم  الله جل جلاله خوب وروستو او  اودجنګ  په شپه الله جل جلاله ټول کفار بې خوبه کړل دهغوئ خوب رډ شو ترسهاره بې خوبه وو کله چي سهار شو صحابه کرامو هیڅ ذهني ستړیا نلرله او کفار و دبې خوبۍ له وجې  ستړیا او نا ارامۍ محسوسوله داسي نوري ډيري فایدي شته چي له خوب سره ارتباط او تعلق لري۰ او قرآن کریم چي دالله له طرفه  څخه دمسلمان دپاره له شفا څخه ډک کتاب رالېږل شوئ دئ او مسلمان به پر دې سپیڅلي کتاب داعقیده او یقین ساتي چي دا اسماني کتاب زما دهرې بېمارۍ دپاره شفا ده۰ لکه څنګه چي  الله جل جلاله فرمایي

وننزل من القرآن ماهو شفاء و رحمة اللمؤمنین

یعنی ما د قرآن کریم د مسلمانانو د لپاره شفا رالېږلئ دئ ۰ یعنی په  دې کتاب کښي الله جل جلاله دهرشي دلپاره  شفا ایښې ده ۰

رابه شو اصلی  خبرې ته چې د خوب د لپاره ډیر آیتونه علماوو یاد کړی چې په ویلو سره یې مسلمان ته  خوب ورولې له مسلمان سره دا مرسته کوي چې ژر خوب ورشي

دقرآن کریم یو آیات چې  د خوب د لپاره ډیر مجرب او ما خپله هم تجربه په کړې  د خوب د لپاره بې اندازې زیات مجرب دئ هیله ده چې دا ایت کریمه د ویده کېدو په وخت کې په اوداسه سره پر راسته اړخ ویده شي له  بسم الرحمان الرحیم څخه وروسته دې  بیا دغه مبارک آیات   اوه ځله ووایو انشاء الله  ډیر ژر به خوب راشي دغه آیت کریمه داایت کریم په پنځلسمه سپاره کې دئ.

چي دمولانا مسعود اظهر چي یو لوی دیني عالم دئ هغه په خپل کتاب ۰ لطف الطیف

کې راوړئ دئ آیت داسي دئ

وَ تَحسَبَهُم اَیقاظََّا وَّ هُم رُقُودٌ

دکتاب نوم  لطف اللطیف

صفحه نمبر ۸۵