ترخه چاکلېټ مو له شکرې ناروغۍ ژغوري!

ژباړه مریم بهار

د وارويک پوهنتون څېړونکو په خپلو نویو څیړنو کې موندلې، چې تور یا ترخه چاکلېټ د  شکرې ناروغۍ سربیره دزړه دمختلفو ناروغیو ژغوري.

دا څېړنه چې په ۱۱۰۰هغو کسانو شوې چې عمرونه يې د ۱۸او ۶۹کلونو تر منځ وو، چې پکې د دغو کسانو ورځنی غذايي رژيم ارزول شوی، موندلي هغه کسان چې هره ورځ په اوسط کچه ۱۰۰ګرامه چاکلېټ خوري، په بدن کې يې د انسولینو حساسیت کمېږي او د ځیګر فعالیت يې ښه کيږي.

څیړونکو هغه خواړه ارزولي و چې په خپل ترکیب کې ککاو (Cacao) لري پر مېتابولېزم مثبت اغېز کوي او په دې توګه د فلج، شکرې او زړه ناروغيو ګواښ کمېږي خو دوي پر دې ټينګار کړی چې د تور چاکلېټ له خوړلو وروسته باید ورزش ته زیاته پاملرنه وشي ترڅو وزن مو ورسره زیات نه شي.