تر دې وروسته به مو چورتونه په وېډيو شکل وينو

پښتانه وايي، په اندېښنو مې ځان پاچا کړ، خو چې سر مې راپورته کړ، ملنګ د دنيا ومه.

رښتيا هم تر اوسه چې به چا په چورت او خيال کې هر څومره پاچاهي جوړه کړه، خو چې سر به يې راپورته کړ، هيڅ به نه ول، اما تر دې وروسته به يو څه خامخا پاتې وي.

هغه دا چې تر دې وروسته به چورت په وېډيو شکل کتلای شو.

کيسه داسې ده چې جاپاني ساینس‌پوهانو داسې یوه ټیکنالوجي جوړه کړې چې تاسې د کومې موضوع په اړه فکر وکړئ، هماغه درته د عکس په شکل په یوه لوی سکرین ښيي.

د دې ټیکنالوجي زړه او دماغ له مصنوعي ذهانت یا ارټیفشل انټیلیجنس څخه په ګټې یو ځانګړی سافټ‌وېر لري چې کولای شي، هره هغه منظره عملي در وښيي چې په ذهن او فکر کې مو ګرځي.

ساینس‌پوهان وايي، دا ټیکنالوجي بریالۍ ده او کولای شي چې په پخواني تور او سپین ډول عکس په سکرین روښانه کړي، هغه ډول چې د یوه کس په ذهن کې یې خیال ترسمېږي.

سرخط ورځپاڼه