خپل ځانته د درنښت لپاره شل زرین قوانین

ژباړه : عطا محمد میاخېل

لومړی قانون :

که فکر کوې، چې ناسم کار دی، نو مه یې ترسره کوه .

دویم قانون :

په خبرو کې په بشپړه توګه هغه څه ووایه، کوم چې د ویلو هوډ یې لرې .

درېیم قانون :

هېڅ وخت داسې ژوند مه کوه، چې هڅه وکړې، ټول له ځانه خوښ او راضي وساتې . هېڅکله نه .

څلورم قانون :

هڅه وکړه، چې هره ورځ زده کړه وکړې او له زده کولو څخه لاس وانخلې .

پنځم قانون :

له نورو سره په خبرو اترو کې، هېڅکله د ځان په اړه بدې خبرې مه کوه .

شپږم قانون :

هېڅکله خپلو خوبونو ته د رسېدلو له پاره، له هڅې او کوښښ څخه لاس مه اخله .

اووم قانون :

هڅه وکړه، چې په ډېرې آرامۍ سره نه ووایې، له نه ویلو څخه وېره مه لره .

اتم قانون :

له هو ویلو څخه هم مه وېرېږه .

نهم قانون :

 

په ځان باندې مهربان واوسه .

لسم قانون :

که چېرې کوم څه نه شې کنټرولولای، نو په خپل حال یې پرېږده .

یوولسم قانون :

هڅه وکړه، چې له منفي پېښو او حالاتو څخه لرې شې .

دوولسم قانون :

د نورو د خوښۍ او خوشالۍ له پاره هغه کار مه ترسره کوه، چې نه دې خوښېږي .

دیارلسم قانون :

هڅه وکړه، چې بښنه وکړې، خو هېروه یې مه .

څوارلسم قانون :

په هېڅ حالت کې مقابل لوري ته دې خپله سطحه مه را ټیټوه .

پنځلسم قانون :

کومه خبره دې چې نه خوښېږي، مه یې تائیدوه .

شپاړسم قانون :

په هغو کسانو مهرباني وکړه، چې وړتیا یې ولري، ستا مهرباني ستا دنده ونه ګڼي او منندوی واوسي .

اوولسم قانون :

له هغه چاسره مه کېنه، کوم چې ترې کرکه لرې .

اتلسم قانون :

په زده کړه ورکولو کې بښونکی واوسه .

نولسم قانون :

له چا څخه چې خپه یې، نو د خپل خپګان دلیل ورته ووایه او د بښنې غوښتلو تمه ولره .

شلم قانون :

مینه وکړه، مینه ژوند ته د هیله من کېدو سبب ګرځي .