داسې ماوس جوړ شوى لکه لاس پوښ اغوښتل کېږي!!!

يوه کاناډايي شرکت ددې لپاره چې ډېرى خلکو له دوديزو کمپيوټري ماوسونو څخه شکايت کاوه او ډېر وخت به يې د دوى لاسونو ته ضرر رساوه. اوس د کمپيوټرلپاره داسې ماوسونه جوړ کړي چې لکه لاس پوښي (دست کش) اغوستل کېږي .

ډېرو څېړنو ښودلې ده ،چې له اوسنيو دود ماوسونو څخه پرلپسې ګټه اخيستل لاسونو ته جدي دردونه پېښوي. نو دې کاناډايي شرکت وپتېيله چې د کمپيوټرکارانو د لاس د دردونو د بچ کولو په پار داسې ماوس جوړ کړي ،لکه دست کش ،چې اغوستل کېږي، او د پخوانيو په پرتله نه يوازې دا چې لاسونو ته زيان ونه رسوي ،بلکې لا راحت او اساني وروبښي.

ددې ماوس نوم AirMouse دى چې د کارولو په وخت کې به يې لاسونو ته وراغوندئ، دا ماوس واير لېس دى، لېزري سترگه لري ،چارچ کېږي. ماسوا له چارچ څخه هم يوه اوونۍ گوزاره کوي.

ددې ماوس دجوړونکو په ويناد AirMouse کارولو سره د لاس په گوتو ډېر زور نه راځي، کمپيوټرکار کولاى شي هر وخت خپل طبيعي حالت ونيسي او هېڅ وخت به د ماوس له امله د لاسونو په دردونو اخته نه شي.

ليکنه: ذبیح الله حیات