دتشویش لاملونه او درملنه!

 

وسواس تشويش:

آيا کله هم داسې شوي چې د لمانځه نيت مو سم تړلی وي خو بار بار سلام ګرځوئ او نيت له سره تړئ؟

آیا کله هم داسې شوي چې په لمانځه کې يوه کلمه څو څو ځله تکرار کړې وي؟

آيا کله هم داسې شوي چې په اودس کې مو خولې ته درې ځلې اوبه اچولي وي، خو بيا هم له سره يې درې ځله اچوئ؟

آيا کله هم داسې شوي چې د شپې لخوا مو د کور دروازه بنده کړې وي؛ خو بيا مو هم په ځلونو کتلي وي چې خلاصه خو پاتې نه ده؟

آیا کله هم داسې شوي چې لاسونه مو پرېمينځلي وي خو د بل جسم سره د معمولي تماس په نتيجه کې یې بيا بيا پرېمينځئ؟

نو …

تاسې په رواني وسواس اخته ياست چې په طبي ژبه کې ورته Obsessive-Compulsive Disorder  ويل کيږي.

وسواس يوه رواني ناروغي ده چې پرې اخته کس يو ترسره شوی کار څو څو ځله تکراروي. لکه د لاسونو پرېمينځل، د شيانو پلټل، د لمانځه نيت تړل، د دروازې بندول او داسې نور…

کله چې يو کس په رواني وسواس اخته وي نو ترسره شوي کارونه په اجباري توګه په تکراري ډول بيا ترسره کوي او څومره چې يې ترسره کوي د بل ځل ترسره کولو نيت يې هم لري.

د وسواس له امله اجباري کارونه

پرېمينځل: د ميکروبونو، چټليو او کيمياوي موادو له وېرې تشويش پيدا کيږي چې ګويا مينځل شوی ځای سم پاک نه شو او بايد بيا ځلي ومينځل شي، کله چې ومينځل شي نو بيا هم ورته تشويش پيدا کيږي چې ګويا پاک نه شو او بايد بيا ومينځل شي، همداسې مينځل دوام کوي.

پلټل: له شي يا شخص څخه د ډار له امله د دروازې بيا ځلې کتل چې خلاصه خو به پاتې نه وي. يا د ګازډبې کتل چې سمه بنده شوه، يا په ژمي کې د کړکۍ بندول. که چيري دا ټول کارونه يو ځل ترسره شوي هم وي خو په وسواس اخته کس يې څو څو ځلي تکراروي.

نيت تړل: په رواني وسواس اخته کس که څه هم په سم شکل يې د لمانځه نيت تړلی وي، خو بيا هم د وسواس له امله يې په زړه کې شک پيدا کيږي چې يا يې رکعتونه کم ويلي، يا يې کعبه په نيت کې نه ده ويلي او يا يې کومه بله نيمګړتيا ترسره کړې ده، له همدې امله څو څو ځله نيت تړي او بيا سلام ګرځوي.

درملنه:

د وسواس درملنه په دوه طريقو ترسره کيږي.

لومړی: اسلامي معلومات زياتول

دويم: طبې لارې چارې

د وسواس درملنه د اسلامي معلوماتو په زیاتولو سره:

په دې طريقې د درملنې لپاره په وسواس اخته کس بايد کافي اسلامي معلومات د پاکۍ او نجسۍ اړوند ولري. یعنې ناروغ بايد په دې پوه شي چې که اودس او غسل کول په دقت ترسره کول لازمي دي نو د اوبو له اسراف څخه ځان ساتل هم اسلامي حکم دی.

ناروغ بايد پوه شي چې په لمانځه کې ډير وسواس کول د لمونځ د باطل کېدلو سبب هم کيږي. همدا ډول په لمانځه کې د زیات شک او وسواس د مخنيوي لپاره بايد لمونځ په جماعت سره ادا شي.

د وسواس طبي درملنه:

د چاپېريال بدلول: وسواس يوه رواني ناروغي ده او د رواني ناروغۍ غوره درملنه د موقعيت په بدلون سره کېدلی شي. یعنې په وسواس اخته کس بايد يو طبيعي ځای ته انتقال شي چې شور ماشور ونه لري او د بوټو په وسيله په طبيعي ډول ښکلی شوی وي.

اشتغال او تفريح: په وسواس اخته کس ته بايد لازم مصروفيت پيدا او ناروغ ورسره بوخت شي څو د بيځايه فکرونو لپاره وخت پيدا نه کړي. ځکه کله چې يو انسان اوزګار وي نو په ذهن کې يې يوه خاليګاه ځای نيسي چې د بېکارۍ پر مهال بيا دا خاليګاه بيهوده فکرونه ډکوي.

له خلکو سره اوسېدل: په وسواس اخته کس بايد له باوري ملګرو سره وګرځي او له تنهايې وساتل شي. ځکه انسان چې تنها شي نو وسواس پرې غلبه کوي.

ورزش کول: ورزش يواځينې فزيکي عمل دی چې پر ځان باور رامنځته کوي او کله چې دې په ځان باور پيدا شو نو انسان د وسواس او رواني ناروغيو ښکار نه شي ګرځېدلی

ژباړه: ډاکټر محمد اجمل درمان