دمور شیدې او ګټې یې

خدای ج چې انسان د خپلې مور په ګیډه کې له یوې نطفې د انسان په ډول را منځته کړئ او بیا هغه نړۍ ته راځي خدای ج په خپل قدرت هغه ته پوره او کامل خواړه د هغه د مور په سینه کې هم برابر کړي دي نو نه باید موږ دا ماشومان د مور له شیدو یا د خدای ج له خوا هغه ته له ډآلۍ شویو خوړو بې برخې کړو .

هغه ميندى چه كومه روغتيايي ستونزه نلري بايد هڅه وكړي ترڅو خپلو كوچنيانو ته لږ تر لږه تر شپږ مياشتنۍ پورې خپلې شيدې وركړي.

دمور شيدې ماشومانو ته ډيرې ګټې لري ، په كافي اندازه خوراکي مواد لري چې كوچني ته وده وركوي او په يوه غښتلي اوروغ رمټ كوچني يي بدلوى. دمور په شيدوكې ځينې داسې اړين توکي (ضروري مواد) هم شته چې كوچنی له مكروبونو اوناروغيوڅخه ساتي.

په هغو ميندوكې چې كوچنيانو ته خپلې شيدې وركوي، د سرطان دځينو ډولونو ډير لږ واقعات ليدل شوي دي. دمور په شيدو سره دتغذيي ګټې: دمور شيدې دكوچنيو ماشومانو لپاره ډېر ښه طبيعى خواړه دي، داځكه چې دهغوى دغوړو، قند اوپروټينو دمناسبو اندازو له كبله يي هضم آسانه دى، همدارنګه دمورشيدې دداسى موادو درلودونكي دي چې دمكروبونو په وړاندې دبدن مقاومت زياتوي،او پرهغه سربېره د ماشوم د ودې لپاره ډيرې مناسبې دي.

تر شپږمياشتينۍ پورې باید ماشوم ته د مور له شیدو پرته نور خواړه ورنه کړل شي او تر شپږ مياشتينۍ وروسته بیا اړينه ده چې لږلږ نور خواړه هم ماشوم ته وركړل شي خو دمور شيدې به اصلي خواړه وي،تر څو ماشوم له نورو خوړو سره عادت پيدا کوي حتى دژوند په دوهم كال كې هم دمور شيدې دماشوم په وده كې مهم رول لوبوى.

دمور دشيدو نورې ګټې دادي: – دمور دشيدو څخه پروټين، اوسپنه اونورخوړني مواد ترنورو شيدو په پرتله ښه جذبيږي. – دمور دشيدو جوړښت دماشوم له عمر سره سم اود هغه داړتياپه تناسب بدلون مومي (پداسى حال كې چې وچې شيدې ثابت تركيب لري).

هغه نوي زېږېدلی كوچنى چې دمور شيدې خوري، له شيدو سره سره اورږه هم خوري، اورږه ( يااغوز يا كانډياتى یا فله ) هغه شيدې دي چې تر زېږون (ولادت) وروسته دلمړيو دريو څخه تر پنځوورځو پورى ترشح كېږي. چه دا اورږه ښه تغذيوي اومعافيتي ځانګړتياوې لري(دساري په توګه نوئ زږیدل