دويم شمسي نظام،او دانسان دې نظام ته رسيدل!

ژباړه: افضل محمد وقار
ناسا د يو بل داسې شمسي نظام دکشف څخه خبر ورکړ،چې کابو 7 دژوند لپاره مساعدې سيارې لري.
دغه منظومه د 1 – TARPPIST نوميږي.خو اساسي موضوع داده چې ايا دې نظام ته رسيدل داوسني تخنيک پرمټ ممکن دي او کنه؟ او ممکن څومره وخت نيولاى شي؟
دغه منظومه د ځمکې څخه د 39 نوري کاله،يا 369 تريليون کيلومټره په فاصله قرار لري.که فرض کړو يوه فضايې سپوږمکۍ دنور دسرعت معادل خرکت وکړي،نو دغه فاصله په 39 نوري کاله کې وهلى شو،خو داوسني تخنيک پرمټ هېڅ فضايې سپوږمکۍ دومره چټک خرکت نشي کولاى.
داوسني تخنيک پرمټ دې منظومې ته رسيدل يو فوق العاده لوړ سرعت توليد ته اړتيا لري،دسپوږمکۍ دې وخت دمعلومولو لپاره اړوند فاصله په سرعت تقسيموو.
ددې لپاره مونږ دځينو چټکو سپوږمکيو يادونه کوو،او ددوى پرمټ دې نظام ته درسيدو وخت معلومولاى شو!
1) ا New Horizons : دانسان په لاس جوړه شوي چټکه سپوږمکۍ ده ،چې په 2015 کال کې دپلوتو څخه هم تېره شوه او د 1431 کيلومتره فى ثانيه اوس دشمسي نظام څخه بهر خرکت کوي. ددې لپاره چې تراپېسټ- 1 ته ددې سپوږمکۍ پرمټ ورسېږو نو 817 زره کالو ته ضرورت دى.
2) جونو:دغه سپوږمکۍ چې په 2016 کال کې دپنځه کالن سفر وروسته مشتري ته ورسيده،په يو تېزترين سرعت سره اوس دخرکت په خال کې ده،چې 265 زره فى ساعت ته رسيږي،او ددې سپوږمکۍ پرمټ تراپېسټ-1 ته په 159 زره کالو کې رسېدلى شو!
3) ويجر 1: دغه سپوږمکۍ په 2012 کال کې دشمسي نظام څخه بهر شوه،او اوس دستورو ترمنځ د 61476 فى ساعت خرکت کوي،او ددې پرمټ دې نظام ته په 685 زره کالو کې رسېدلى شو.
نو پس ويلاى شو چې دانساني اوسني تکنالوژۍ پرمټ دې منظومې ته رسيدل يو خوب او ناممکنه ده،خو ليزري انجنونه هغه څه دي چې دا کار ترحده ممکن کولاى شي! ده،