د «انډرائيډ سېسټم موبایلونو» هغه ځانګړتیاوې چې استعمالوونکې يې ترې ناخبره دي

لیکوال:بریال سهار

د «انډرائيډ سېسټم موبایلونو» هغه ځانګړتیاوې چې استعمالوونکې يې ترې ناخبره دي

انډرائيد موبایلونه د اسان سېسټم له امله په نړۍ کې تر نورو ټولو زیات استعمالوونکي لري. خو د دې سربېره هم زیات شمېر استعمالوونکې يې د ځېنو ځانګړتیاو څخه لا هم نا خبره دي.

راځئ چې د انډرائيډ سېسټم والا موبایلونو له يو څو پټو ځانګېړنو ځانونه خبر کړو:

موبایل مو ورک شو؟ ګوګل يې کړئ!

که چېرې موبایل در څخه کوم ځای کې پاتې یا ورک شو، له خپل کمپیوټر او یا ټېبلېټ په واسطه يې پیدا کولای شئ؛ ګوګل سرچ کې پر «فائنډ مای فون» (زما موبایل پیدا کړه) تڼۍ ته فشار ورکړئ، ګوګل به تاسې ته د موبایل ځای در په ګوته کړي، زنګ هم ورته وهلای شي او د ورکېدا په صورت کې موبایل بندولای او هم ورڅخه ټول معلومات ختمولای شي.

د دې ځانګېړنې څخه د ګټه پورته کولو له پاره باید موبایل کې د «اېنډرائيډ ډېوائيس منېجر» پروګرام ولرئ.

بېټرئ پیاوړې کول

که د موبایل بېټرۍ مو تر لګ وخت پورې چارج ساتي، کولای شئ چې د «پاور سېوېنګ موډ» په فعالولو يې دېرش سلنه چارج پیاوړی کړئ.

دغه ځانګېړنه په ترتیباتو (سېټنګ) کې، بېټرۍ او د سېور موډ تڼۍ په وهلو سره فعالولای شئ.

د دغې ځانګېړنې کمال دادی چې موبایل د نه استعمال پر وخت خوبولي حالت ته بیایي او د فعالو پروګرامونو فعالبت کموي.

معلوماتو ته کوډ ورکول

که موبایل کې حساس معلوماتو لرئ او  نه غواړئ چې خلک ورته لاس رسی ولري، تاسو پرته له دې چې ټول موبایل ته کوډ ورکړئ دغه معلومات ترې خوندي کولای شئ.

د دې ځانګېړنې فعالولو له پاره به د سېکورټۍ آپشن کې د «انکرپشن» تڼۍ ته فشار ورکړئ، هلته  په کوډ ورکولو سره خپل حساس معلومات له خلکو پټ وساتئ.

د ملګري له موبایل څخه خپل موبایل ته لاس رسی

که موبایل در څخه چېرې پاتې وي او غواړئ خپل پیغامونو، انځورونو او یا نورو معلومات په کې وګورئ، د انډرائید سېسټم پر مټ د ملګري له موبایله يې کتلای شئ.

د دې ځانګېړنې له مخې به د ملګري موبایل کې د خپلې «آی ډي» په خلاصولو سره خپل موبایل کې هر څه لوستلای او ليدلای شئ، همداراز د خپل ملګري له موبایل سره په موبایل کې موجود معلومات شريکولای هم شئ.

غټ فایلونه ژر لېږل

د یوه انډرائيد سېسټم والا موبایل څخه بل انډرائيډ ته د «وای فای ډائيرېکټ» پر مټ ډېر په اسانۍ سره عکسونه او نور فایلونه لېږدولای شئ.

دغه ځانګېړنه ټولو نوو موبایلونو کې شته دی.

موبایل کې د انټرنېټ استعمال څارنه:

زیاتره وخت سړي ته نه معلومېږي چې پر څه ور څخه انټرنېټ مصرف شوی دی، تاسې کولای شئ د «ډېټا یوزېج» ځانګېړنې له مخې د په موبایل کې د انټرنيت د استعمال کچه او وخت معلوم کړئ. همداراز د دغې ځانګېړنې پر مټ د انټرنېت استعمال هم محدودولای شئ.

له وېبپاڼې څخه پروګرام ته ننوتل:

زیات وخت داسې کېږي چې په یوې وېبپاڼې کې د سرچ او یا خلاصولو سره سمدلاسه یو پروګرام خلاصېږي؛ د مثال په ډول تاسې یوټيوب کې څه ګورئ خو د دې پرځای درته ګوګل کروم بل پروګرام خلاص کړي. له دغه مشکله خلاصون ډېر اسان دی. پروګرامونو «اېپس» ته ولاړ شئ او د «ډېفالټ» تڼۍ کېکاږئ، هر څه به سم شي.

د تنګونکي خبرتیاو مخه نیول:

زیاتره وخت د موبایل د استعمال پر مهال پر سکرين ګڼې خبردارۍ رابرسېره کېږي. له دغه خبرداریو څخه په انډرائيډ کې ځان خلاصولای شئ.

که کله هم یو خبرداری درته په سکرين رابرسېره شو، له ښي اړخ نه چپ لورې ته پرې ګوته راکش کړئ سمدلاسه ورکېږي. خو که چېرې غواړئ د تل له پاره له ورته خبرداریو ځان خلاص کړئ، نو د مبایل«سېټنګ»او بیا د «ان اېپس»توکمه کېکاږئ.

له انټرنېټ پرته نقشه ثبت کولای شئ:

په عام ډول له انټرنېټ پرته د یو ځای نقشه نه شئ کتلای، خو په انډرائيډ موبایلو کې له انټرنېټ پرته هم نقشه کتلای شئ. د دې له پاره لومړی چې انټرنېټ در سره وي په ګوګل مېپ کې یو ځای ولټوئ او د ښکته کولو توکمه کېکاږئ، د دغه ځای نقشه به ستا موبایل کې ثبت شي څه وخت يې چې غواړې بې له انټرنېټه يې دوباره کتلای شې.