۱ – ادرار د نورمال څخه زيات تياره وي.
دا په دې معنا چې په لازمه اندازه مو اوبه نه دي څښلې، پښتورګي د توکسينو د بهرکولو اوبو ته ضرورت لري.
۲- پوستکی مو وچ پاتې کېږي.
د بدن پوستکي دوامداره نم ته ضرورت لري، دا هم د اوبو د کمو څښلو د نتيجو څخه يوه نتيجه ده .
۳- سر مو درد کوي .
که په بدن کې مو په لازمه اندازه اوبه نه وي د وينې فشار مو ټېټېږي، او نتيجه کي د سر درد سبب کېږي.
۴- زر ستړي کېږی.
د اوبو د کمي له امله بدن په لازمه اندازه اوکسيجن نه شي توليدولی، نو تاسې ځان تل ستړی احساس کوئ.
۵- قبض
د هاضمې سيستم د منظم کار کولو لپاره بايد پرېمانه اوبه وڅښئ. کله چې اوبه ونه څښئ د بدن موجودې اوبه په مختلفو برخو کې غونډېږي او د هاضمې سيستم ته لازمې اوبه نه رسېږي. چې دا پخپله د قبض سبب ګرځي.