د موبایل د استعمال پر وخت د غاړې د کوږوالي منفي اغېز

د اعصابو جراحي ډاکټران وايي په ځوانانو کي د ملا د تیر عملیات د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوي دي، او وجه يې د ځوانانو له لوري د ځيرک موبایل د استعمال پر وخت کښتې خوا ته د غاړي کږوالی په ګوته کړی دي.

د روان زېږدیز کال د مارچ د میاشتې پر شلمه نېټه د امریکا له لاس انجلس ایالت څخه د «سپائن» په نوم چاپېدونکي مجله کې د دغه ایالت اړوند د اعصابو جراحي ډاکټرانو لیکلي وه، نن صبا ځیني داسي ځوانان چې هیڅ ګمان نه کیدی چې د ملا د تیر له لوړي حصي او یا د غاړې دشاتنۍ برخې له درد څخه شکایت وکړي، شکایتونه کوي چې د ملا د تیر پورتنۍ برخه او یا دغاړې شاتنۍ حصه يي درد لري، د اوږو پلې یی ورسره درد منې وي او مستقیم دریدلو کي مشکل حسه وي.

د لاس انجلس په سیدرایس سینائي روغتیايي مرکز کي د اعصابو د ډاکټرانو یوه ټولنه چې مشري يې ددغه روغتیايي مرکز داعصابو د یو ډاکټر «ټوډلایمان» په غاړه وه وايي، په ځوانانو کي د ملا د تیر د پورتنۍ برخې او همدارنګه دغاړې د پلو او شاتنۍ برخې د درد په صورت کې چې مو کله ددوي ایکسرې(X-RAYS) وکړه راته مالومه شوه چې د دغو کسانو د غاړې هډوکی د شا خواته کاږه ښکاري او د غاړې پر لیندۍ باندي یی زور راغلی وي، چې لامل يی د ولاړي په حال کي پر ځیرک موبایل باندي اوږده اوږده پیغامونه لیکل په ګوته کړي.

د اعصابو له ډاکټر سره همکار دهډوکو ډاکټر «جیسون کولار» وايي دا چې ځوانان د موبایل د استعمال پر وخت هغه که په ولاړې، ناستې یا تګ په حال کي وي، موبایل ته لاندي ګوري غاړه او دملا پورتنۍ برخه يې متاثره کیږي او درد پیدا کوي، د هغو ماشومان به څه حال وي چې له وړوکوالي څخه يې موبایل په لاس او ټوله ورځ يې سر د ځمکي خوا ته ځړولی وي.

د ډاکټروانو دغه ډله وايی هغه خلګ چې دموبایل، کمپیوټر یا لیپ ټاپ د اسعتمال پر وخت يې خپله غاړه ۴۵ درجه زاویه کې کښته نیولي وي دا ډول کسان له پورته ناروغۍ سره مخ کیږي.

نوموړي وايی باید کوښښ وشي، چې د ځیرک موبایل، کمپیوټر او یا لیپ ټاپ د استعمال پر وخت سر برابر ونیول سي، او د دغو ټولو وسایلو سکرینونه سترګو ته مخامخ وي تر څو مستقیما ورته وکتل شي او غاړې کږولو ته اړتیا پیدا نشي.

ډاکټرانو د څيړنې په اخیر کي نادره مالومات لیکلي، هر هغه کس چې سر يې سیدا نیولی وي، ددغه کس پر غاړه باندي دنوموړي د سر وزن دوه نیم کیلو پوري وي، خو بر عکس هغه څوک چې سر يې د ۱۵ درجې زاویې په اندازه باندي کوږ نیولی وي، ددغه کس دسر وزن د نوموړي پر غاړه باندي د ۱۲ کیلو په اندازه وي.

د ډاکتر عبدالرازق له واله