نارنج او لیمو چې په زیاته اندازه ویټامین سي لري، د پوستکي د روغتیا لپاره خورا ډير مشهور دی.
خو په یوې تازه څيړنې کې موندل شوې، چې دا دوه خوراکونه چې په وجود کې د ویټامین سي اندازه پوره کوي، د وینې د سرطان مخه نیسي.
ویټامین سي په وجود کې د وینې حجرات فعاله ساتي.
د ویټامین سي په اړه دا هم ویل کیږي، چې د انسان غاښونه روغ ساتي او پوستکی ژر او بې وخته زړښت ته نه پریږدي.
دا خواړه هضمي سیستم هم پیاوړی کوي. له دې سربیره د وجود دفاعي سیستم هم غښتلی کوي.